تاند- د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ په افغانستان کې روانه جګړه خواشینوونکې او احمقانه وبلله.
ده چې پرون /سې شنبه/ په واشنګټن کې د ناټو له سرمنشي ینس ستولتنبرګ سره خبرې کولې، دا هم وویل چې په افغانستان کې نړیوالو ځواکونو د دې هیواد د کشالې د پای ته رسولو لپاره مهم ګامونه اخیستي دي.
د سپینې ماڼۍ له خببرپاڼې سره سم، ټرمپ وویل«فکر کوم موږ په افغانستان کې په وروستیو کې لوی ګامونه پورته کړي. دې ته موږ بې پایه جنګ وایو. ۱۹ کاله. حقیقي شمېر یې ۱۹ کاله دی. دا د افسوس وړ ده. احمقانه ده. او دا (د پای ته رسولو لپاره) ښه وخت دی.»
ده په عین حال کې وویل«موږ ډېر ګامونه هم اخیستي دي. په افغانستان کې ډېر کارونه کېږي چې ډېر مثبت دي. نو موږ به وګورو چې دا ټول څه نتیجه ورکوي او زه ستاسو د مرستې ستاینه کوم.»
د ناټو سرمنشي ینس ستولنبرګ وویل چې ناټو تړون د افغانستان د جګړې د سوله ییز حل د موندلو لپاره د امریکا د هلوځلو ملاتړ کوي.