تاند- د ناټو سرمنشي ، چې د دې تړون د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د ګډون لپاره واشنکټن ته تللی، وايي، طالبانو ته یې پیغام دا دی چې د جګړې په میدان کې هیڅکله بریالي کېدای نه شي.
ستولتنبرګ وویل چې د افغانستان د مسلې د سوله ییز حل لپاره د امریکا د هلوځلو ملاتړ کوي.
د ناټو په دوه ورځینۍ غونډه کې، چې نن پیل شوه، په افغانستان کې د سولې هلې ځلې د بحث یوه موضوع ده.
ده له طالبانو وغوښتل چې خبرو ته حاضر شي او د افغانستان پر مسله موافقه وکړي.
طالبانو د زلمي خلیلزاد په مشرۍ له امریکايي پلاوي سره له څو میاشتو راهیسې خبرې پیل کړي خو لا هم حاضر نه دي چې د افغانستان له حکومت سره مخامخ خبرې وکړي.
خو ستولتنبرګ وايي چې طالبان د جګړې له لارې بریالي کېدای نه شي:
«دا موضوع د امریکا له لوري روښنانه کړل شوې چې په افغانستان کې د طالبانو په اړه هیڅ پرېکړه نه ده شوې. خو څه چې موږ لیدلي، د خبرواترو له لارې د سوله ییزې حلللارې د موندلو لپاره د امریکا تازه هلې ځلې دي. موږ یې په کلکه ملاتړ کوو.»
ده همداراز وویل «د ناټو د غړیو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران به د تروریزم پر ضد د ناټو پر رول او په افغانستان کې یوې سیاسي موافقې ته د رسېدو لپاره د امریکا پر هلوځلو هم خبرې وکړي.»
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد، چې اوس په افغانستان کې دی، له طالبانو سره بل پړاو خبرو ته تیاري نیسي.
ګومان کېږي چې دواړه خواوې به د قطر په شپږم پړاو خبرو کې هغه موضوعات نهايي کړي چې په تېر پړاو کې پرې سلا شوي وو.
سرمنشي ینس ستولتنبرګ د دوشنبې په ورځ د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په درشل کې په بروکسل کې وویل چې په افغانستان کې د امریکا د سولې پر هڅو به د پنجشنبې په ورځ په واشنګټن کې خبرې وشي.
ده زیاته کړه«موږ په افغانستان کې په ګډه دېره یوو او هلته به د خپل حضور په اړه په ګډه پرېکړه کوو.»