ارشیف

صدف ارامان

د جهاد په نوم توده وینه بهیږي، هره ورځ له کلیو ،بانډو، ښارونو او ان تر ارګه جنازې په اوږو کې کیږي، طالبان په ښوونځیو، مسجدونو، ښارونو، عامه میشت ځایونو، ماشومانو، دهېواد په انجنیرانو، ډاکټرانو او خلکو د وژنې هیڅ ډول صرفه نه کوي، محکمه يې دسرک پر سر ده، هغوی به بختور وي چې له موټره دښکته کیدو سره سم ونه وژل شي. خو ډیری بیا دا قسمت نه لري او ځای پرځای دصحرايي محکمې ښکار شي.

د طالبانو په منځ کې دا خبره ډیره عامه ده  او د خلکو دوژنو پرمهال يې کاروي او وايي (( وه يې وژنئ، که بیګناه وې جنت ته به لاړ شي او ګه ګنهګار وي دوزخ ته )) کله چې د انسان وژنه دومره ارزانه او له انسانیت ترحم دومره لري ولاړ شي نو سړی به څنګه راتلونکی ته خوشبین شي.

هغه طالب مشران چې په دوحه او یا نورو ځایونو کې دسولې خبرې پرمخ وړي، لږ تر لږه دې دخپلو طالب جنګیالیو ملګرو له برخورد، حالت او کړنو ځان اګاه کړي، د جهاد په نوم په وروستۍ یوه نیمه لسیزه کې څه ونه شول، په خلکو د ستم هیڅ ډول صرفه  ونه شوه.

دولتي لوري هم ګڼ جنګې جنایتونه وکړل، خو هغه څه چې طالبانو وکړل او یايي کوي د نه زغم دی، دطالبانو د همدې وحشت له امله خلک له خپلو کورنیو لري دي، دښار خلک په ډیره ګرانه زړه نه ښه کوي چې ولسوالیو او دپلار نیکه د خاپوړو کلي ته ولاړ شي، مسافر سفر وکړي او یا دې سوداګر په ډاډه زړه سوداګري وکړي،د طالبان همدې ظلمونو، وحشتونو او کړنو ګڼو نورو کړیو او ډلو ته د فعالیت زمینه برابره کړې ده، په لویو لارو د طالب په نوم خلک لوټل کیږي او ان وژل کیږي.

ټول خلک د طالب مشرانو غوښتنه کوي چې نور دې په هېواد کې روان ناورین ته دپای ټکی کیږدي او د رښتیني سولې د تامین لپاره دي کار وکړي او هم دې د جهاد په نوم د طالبانو له لوي د روانو وحشتونو لږ ځان خبر کړي او دمخنیوي لپاره دي لاس په کار شي، ځکه دې چارې ولس له سختو ستونزو سره مخ کړی دی .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *