په سرپل کې د ۷ ښوونځیو نوې ودانۍ پرانیستل شوې
سرپل: د سرپل ولایت د سانچارک او ګوسفندي په ولسواليو کې د ۷ ښوونځیونوي جوړې شوې ودانۍ پرانیستل شوې .
د سانچارک ولسوالۍ د خورشید دنجونو لیسې، دبهار دنجونو لیسې، دچهار روح د هلکانو دمنځني ښوونځي د سر چشمه لومړني ښوونځي،دعرب بای علیا د هلکانو دمنځني ښوونځي ودانۍ په یوه یوه پوړ کې په پا خه او اساسي ډول د ۱۶ میلیونو افغانیو په مجموعي لګښت د ملي پیوستون د زوا دفتر په مالي مرسته د یو کال په موده کې جوړه شوې. دغه هر ښوونځۍ ۶ درسي ټولګي، ۲ اداري خونې،۶ تشنابه ، د څښکلو آوبو څاه، دزده کوونکو لپاره میزونه ، څوکۍ او نورې آسانتیاوې لري.
همدارنګه د ګوسفندې ولسوالۍ د آلتي بای منځني ښوونځي ودانۍ په یوه پوړ کې په پا خه او اساسي ډول د ۳۲ زره امریکایی ډالرو په مجموعي لګښت د پوهنې وزارت دپرمختیایي بودیجې څخه د یو کال په موده کې جوړه شوې. دغه ښوونځۍ ۴درسي ټولګي، یوه اداري خونې،۶ تشنابه ، د څښکلو آوبو څاه، دزده کوونکو لپاره ۸۰ پایې میزونه ، څوکۍ او نورې آسانتیاوې لري.
همدارنګه د ګوسفندې ولسوالۍ د قوطن مست دنجونو لیسې ودانۍ په دوو پوړنوکې په پا خه او اساسي ډول د ۳۵۰ زره امریکایی ډالرو په مجموعي لګښت د ډایاک له بودیجئ څخه د یو کال په موده کې جوړه شوې. دغه ښوونځۍ ۱۸درسي ټولګي، یوه اداري خونې، ۲ اداری خونې، یو لابراتوار، کتابخانه، ،۶ تشنابه ، د څښکلو آوبو څاه، دزده کوونکو لپاره میزونه ، څوکۍ او نورې آسانتیاوې لري.
په دغوټولو ښوونځيو کې ۵۰۰۰ تنه زده کوونکې په زده کړو بوخت دي چې اوس ټولو ته د لیک لوست سالم چاپیریال برا بر شو.
د ودانۍ د پرانیستلو تړاو جوړوشویو مراسمو کې د سرپل ولايت دپوهنې رئیس ، د دولتي ادارو یو شمیر مسوولینو، قومي مشرانو، ښوونکو اوزده کوونکو ګډون درلود.
دغور ولایت دښوونکو د روزنې د لیلیې د ودانۍ دبنسټ دبره کیښودل شوه
غور : د غور ولایت د مرکز اړوند دښوونکو د روزنې دلیلیې ودانۍ په دریو پوړونو کې په پا خه او اساسي ډول د ۲۷ ملیونو افغانیو په مجموعي لګښت د پوهنې وزارت دپرمختیایي بودیجې څخه د ۱۷ میاشتو په موده کې جوړیږي. دغه ودانۍ به 20 خونې،یو محراب مسجد، دکنفرانسونو تالار ، د ډودۍ خوړلو سالون او نورې آسانتیاوې ولري. په دغه ودانۍ کې به د ۲۰۰تنومحصلینو د اوسیدو ګنجایش به ولري.
د ودانۍ د بنسټ ایښودولو په تړاو جوړوشویو مراسمو کې د غور ولایت والي محترم سید انور رحمتي، د پوهنې رییس صبضت الله اکبری، د دولتي ادارو یو شمیر مسوولینو، قومي مشرانو، استادانو او محصلینو ګډون درلود.
د بادینزیو ښوونځي نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
د ننګرهار ولایت د مومند درې ولسوالۍ د بادینزیو منځني ښوونځي نوې ودانۍ له جوړیدو وروسته پرانیستل شوه .
د ښوونځي نوې ودانۍ د دوه جریبه ځمکې په ساحه کې چې دسیمې د خلکو لخوا معارف ته ډالۍ شوې جوړه شوه چې ۸ درسي ټولګي، ۴ اداري خونې، د اوبو څښلو څاه، تشنابونه او دزده کوونکو لپاره میزونه، څوکۍ او نورې لازمې اسانتیاوې لري. ددغه ښوونځي د جوړېدو چارې شاوخوا ۹ میاشتي وړاندې پیل شوې وې.
ددې ښوونځي پر نوې ودانۍ یو سلو اتلس زره امریکایي ډالره لګېدلي دي.
په هغه غونډه کې چې له همدې امله جوړه شوې وه، د ننګرهار ولایت د پوهنې رییس د نړیوال بانک له دې مرستې مننه وکړه او د ښوونځي له اداري کارکوونکو، زده کوونکو او د سیمې له مشرانو یې وغوښتل، چې د یاد ښوونځي په ساتلو کې ځانګړې پاملرنه وکړي.
د لغمان ولایت ښوونکو ته شل ورځنۍ روزنیز ورکشاپ جوړ شو
لغمان: د لغمان ولایت د مرکز اړوندو ښوونځیو دساینسي او ریاضي مضامینو 67 ښوونکو لپاره شل ورځنۍ روزنیز ورکشاپ جوړ شو .
په دغه شل ورځنۍ روزنیز ورکشاپ کې د ساینسي مضامینو په تړاو ښوونکو ته نوې روزنه ور کول کیږي.
د روښان په لیسه کې په دې اړه جوړې شوې غونډه کې دنوموړي ولایت دپوهنې رییس په خپلو خبرو کې دورکشاپ ګډونوال خپلو مسولیتونو ته ځیر کړل او ترې ویې غوښتل چې په ورکشاپ کې وړاندې شوي مسایل په سمه توګه زده او په ښوونځیو کې پلي کړي.
دغه شل ورځنی ورکشاپ دپوهنې ریاست په همکاری او د بلجیم هیواد په مالی مرسته جوړ شوی .