له دفتره را روان وو، عبدالحق ته مې ویل؛ یاره سلامزوی صاحب که ته همدا شېبه سپینږی وای، مثلاً لکڼه دې په لاس کې او کړوپ کړوپ روان وای، څه تصور کوې، څومره به خوابدی او د دغه ژوند پر کوم اړخ به دې زیات فکر کاوه؟ مګر عبدالحق د دې پر ځای چې زما پوښتنه ځواب کړي، په یو ډول مغرورانه انداز رانه وپوښتل: “مثلاً په بوډاتوب کې به زما خپګان او د ماضي یاد کومه ګټه لرله؟”
همداراز تېره شپه مې د جبر او اختیار په اړه یوه ډیالکتیکه مقاله لوسته، تقریباً تر پایه پکې همدا یوه خبره تکرارېدله چې انسان په دې نړۍ کې هم مجبور دی هم مختار – یانې جبر او اختیار په ورځینو چارو کې، له انسان سره د معاونت په بڼه، خوا پخوا روان دي.
پورته دواړه پرګرافونه که په غور ولوستل شي، باوري یم چې د دغه ژوند په رغښت کې به د انساني ذهن د هر فعالیت جلا جلا ونډه معلومه او د ارزښت او بېماناتوب ترمنځ به یې ښه تفکیک ممکن شي.
اسدالله غضنفر وايي: “فلسفه په لوستلو ارزي او دا به بېانصافي وي چې مو ژوند کوو خو غور ورباندې نه کوو.”
مګر دلته بیا د استاد دغې وینا ته په مطالعې، که خبره پر ژوند د هراړخیز تفکر وي، نو زما په آند د دغه عمل پایله یوازې تر سالمې استثنا پورې محدودېږي، مطلب یوازې څو کسان به وي چې هم د ژوند پر بشپړه مانا پوه شي او هم یې په ورځنیو چارو کې پښې ونه ښویېږي؛ ځکه چې د انسان د موجودیت او د ده د فعالیتونو ژوره څېړنه خورا ګنګسوونکی کار دی – یانې په دغه برخه کې هر هېښ انسان طبعاً له څه نا څه بسملي حالت سره مخېږي.
کوم انسان چې د حقیقت موندلو هڅه کوي، په لومړیو کې له ډېرو لارو استفاده کوي؛ کله دین ته سر ورښکاروي، کله د دغو مسایلو په سپړلو کې له عشق/ مینې استفاده کوي، ځینې وخت بیا د دغه آپش د سم کېکاږلو پهپار د پخوانیو فلاسفهوو افکار او نقل قولونه لولي او… مګر یو وخت داسې ورځ هم راځي چې له دغو ټولو تحقیقاتو او علمیتونو – چې هغه ترسره کړي – باوجود به یې نه یوازې حقیقت موندلی وي، بلکې د هستۍ هر اړخ به بېمانا بولي او هره شېبه به د ځان وژلو هڅې کوي.
سلامزوی ښه وایي چې له بوډاتوبه نالښت به ما ته څه ګټه ولري؟ هېڅ. یانې دی پر دې پوهېږي چې دغه ژوند اصلاً پخپله مجبور دی یا تر یوه لوی جبر لاندې د شېبو ډکول دي.
زه چې کله د انسان د مطلق مجبوریت خبره کوم، ډېر یې راسره نه مني، مګر پر دریو زمانو له یوه سطحي غوره هم د یوه انسان د پول بېواکۍ پته لګولی شو. ځکه کوم اختیار چې موږ یې یادوو، هغه د خاورو یوه بېبنسټه دېوال ته ورته دی، که یې په بېخ کې یوزاې د څو ساعتونو لهپاره اوبه تېرې شي، ضرور به ورستېږي او نړېږي. په ورځنیو چارو کې دغه اختیار همدېته ورته دی. زه له دوکانداره یو څیز د اړتیا پر اساس رانیسم. چې ضرورت مې ورته نه وي، هسې پیسې پرې ولې ورکړم؟ دلته ممکن پوښتنه وشي؛ چې د سودا رانیول او کور ته رارسول اختیار نه دی؟
هو. مګر انسان د دغه کار په ترسرولو کې ځکه مختار نهشي بلل کېدای چې د هر ډول جبر پر وړاندې تسلیم دی، او د دغه کوچني عمل ترسرول یې اصلاً د جبر حق پر ځای کول دي.
نو اصلي خبره مې دا کوله چې پر داسې مسایلو غور نه دی پکار دی چې پایله یې پر جنونیت یا ځانوژلو تمامېږي. د سلامزوی له پوښتنې پر اقتباس، هر انسان یوه بېله نړۍ لري، او دغه ژوند د خاصو ارزښتونو پر اساس پر مخ بیایي. د بوډاتوب دوران ځکه خوندور دی چې تر ډېره پر احترام او درناوي ولاړ وي؛ ماشوم پخپل ماشومتوب کې خوښ دی؛ ځوان د خپلو وړتیاوو د استفادې پر مهال د ژوند شېبې ډکوي او خوند ترې اخلي او… تر دې ښه دا ده چې د ژوند دغه درې واړه پېره په هنرونو ښکلي کړو، او ژوند له تحرکي اړخه وڅېړو.
هنر د بشر د حال په فلسفه کې ډېری وخت نادرکییز او ناسپړېدونکی رول لوبوي. مانا په ژوند کې ډېر داسې شیونه وي چې موجودیت ته یې – زموږ په باور – چندانې نه بلکې هېڅ اړتیا نه لیدل کېږي؛ مګر که یو ځل مو یې پر رېښه او او خلق کېدونکي نقطه غور وکړ، نو هله به یې په خورا قوي هنرونو کې شمېرو او د دغه ژوند په رغښت کې به یې ګټور رول ته ګوته پر غاښ وو. همدغه هنر دی چې د ژوند څکه راباندې کوي، او د انسان د مطلق مجبوریت سره مو سالمې مبارزې ته هڅوي.