تاند – د ختیځ ولایت ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د پښتنو د ستر مبارز او د عدم تشدد د خوځښت د سرلاري خان عبدالغفارخان باچاخان (رح) د مزار د جوړونې چارې بیا پیل شوې.

د ارواښاد د مزار د جوړونې چارې تر دې مخکې هم پيل شوې وې خو د تخنیکي ستونزو له امله ټکنۍ شوې وې.

نن پنجشنبه /د اپریل ۴مه/ د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې د باچاخان د مزار د رغونې کار یې پیل کړ.

ښاغلي میاخېل لیکلي، «د جلالتماب جمهور رئیس محمد اشرف غني نه خاصه مننه کوم چې د ولسي مبارزې سرلښکر خدای بخښلي خان عبدالغفار خان د مزار د تکمیلدو لپاره یې خاصه بودجه تقریبا څلور پنځوس میلیونه افغانۍ منظور کړه او نن یې د جوړیدو کار عملا پيل شو،»

د ننګرهار والي په خپله لیکنه کې زیاته کړې چې د مقبرې د جوړیدو کار به په یوه کال کې تکمیل شي.‌

خان عبدالغفارخان چې په سیمه کې تر ډېره د فخرافغان او باچاخان په نومونو یادېږي، په ۱۸۹۰ میلادي کال کې د پښتونخوا په اشنغر سیمه کې پیدا شوی او د ۱۹۸۸ کال د جنورۍ په ۲۰مه په پېښور وفات او په جلال اباد ښار کې ښخ شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *