تاند- د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد، چې د نوې دندې له پیلولو وروسته بیا بیا پاکستان په تشویقوونکي انداز ستايي، په تازه څرګندونو کې پاکستان ته خبرداری ورکړ.
ښاغلي خلیلزاد، چې د پنجشنبې په ورځ /اپریل ۴/ د پروان، بامیان او جوزجان ځوانانو ته د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې کولې، وویل«که پاکستان د افغانستان په اړه خپله پالیسي بدله نه کړي، له اسلام اباد سره به د واشنګټن اړیکې ښې نه شي.»
ټاکل شوې وه چې خلیلزاد د پنجشنبې په ورځ اسلام اباد ته لاړ شي خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د خلیلزاد دا سفر په افغانستان کې د نوموړي د بوختیاوو له کبله ځنډېدلی دی.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی وايي، د سولې پر احتمالي موافقې سربېره، د افغانستان او پاکستان ترمنځ هم باید یوه موافقه وشي چې پر اساس یې پاکستان باید په افغانستان کې رغنده رول ولوبوي.
ده زیاته کړه،«د افغانستان او پاکستان ترمنځ موافقه د سولې او په افغانستان کې د پاکستان د لاسوهنې د پای ته رسېدا سبب کېدای شي خو زه د دوی (پاکستان« د منفي فعالیتونو شاهد یم. له کله چې ما اوسنی مسوولیت منلی دی، ما دوی هڅولي چې نور مثبت رول ولوبوي، ځکه چې که دوی غواړي له امریکا سره یې اړیکې ښې شي، د افغانستان په اړه د دوی پالیسي باید بدله شي، که داسې نه وي د امریکا او پاکستان اړیکې به ښه نه شي.»
خلیلزاد په وروستیو دوو میاشتو کې هڅه کړې چې د افغانستان د سولې په پروسه کې د پاکستان رول وستايي او په دې توګه دا هیواد لا زیاتې همکارۍ ته وهڅوي خو د ده له دې تازه څرګندونو داسې ښکاري چې پاکستان په خپله پالیسۍ کې عملي بدلون نه دی راوړی.
سره له دې چې هم امریکا او هم طالبان وايي چې د سولې په خبرو کې یې پرمختګ کړی خو طالبانو تر پخوا جګړې ته زور ورکړی دی.
یوازې همدا نن (پنجشنبه) طالبانو د بادغیس په مرغاب ولسوالي کې ۳۰ پولیس او سرتېذي وژلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې امریکا او طالبان وايي د قطر په خبرو کې یې په هغو دوو موضوعاتو کې پرمختګ کړی چې طالبان او پاکستان یې غوښتونکي دي.
د افغانستان خلکو ته د بهرنیو ځواکونو د شمېر د کمېدو او له افغانستانه پر امریکا د تروریستي حملو د تضمین په پرتله مهمه دا ده چې اوربند کله کېږي او د اصلي ښکېلو خواوو ترمنځ روغه جوړه کله کېږي.
KHALIL ZAD DUTY IS PEACE PROCESS.BUT HE START VISIT WITH PEOPLES;
YOU ARE REPRESENTATIVE OF AMERICA FOR TALIBS;
AFGHAN PRESIDENT IS REPRESENTATIVE OF PEOPLES
NEXT SOON LOYEE JERGA COMING .CAN TALK WITH JOYEE JERGA.
ASHRAF GHANI SAPORTED BY ALL AFGHANS.
DECISION OF ASHRAF GHANI IS DECISION OF ALL AFGHANS.
SMALL ACT OF FRACTIONISM WILL RECOGNIZE BY PEOPLES SOON.
KARZAI&ATMER IS ENOUGH FOR SABOTAGE AGAINST DOCTOR GHANI.
THANK YOU
last and positive choice is that;INDIA&AFGHAN PASHTOONS MUST ATTACK ON PAKISTAN,
BALOOCH BROTHERS ARE IN THE FIGHT WITH PUNJAB;
WE HAVE TO TRANSFER THE WAR PLAYYARD TO THE PAKISTAN LAND.
PEACE PROCESS IS WASTE OF TIME.PAKISTANI MILITARY BRANCH IS FATHERLESS
CHILDREN OF ENGLICE.DON,T TRUST THEM.
ZENDABAD AFGHAN MILITARY FORCE
nice sharing and amazing keep sharing more news