کانګریس

تاند- د امریکا د استازو جرګې یو شمېر غړیو وړاندیز کړی چې په افغانستان کې دې د امریکايي پوځیانو شمېر تر ۱۰ زرو نه کمېږي.

که چیري د امریکا د استازو جرګه دا طرحه تصویب کړي، ولسمشر ټرمپ به نه شي کولی چې په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر تر ۱۰ زرو کم کړي.

د انټي وار امریکايي خپرونې د راپور له مخې، دا وړاندیز لیز چیني (Liz Cheney)، الیز سټفانیک (Elise Stefanik) او مایک والټز (Mike Waltz) کړی دی. هغوی هڅه کوي یوه لایحه تصویب کړي چې پر اساس به یې د امریکا حکومت په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر تر ۱۰ زرو نه شي کمولی.

لیز چیني ویلي، که په افغانستان کې امریکايي پوځیان حضور ونه لري، دا هیواد د تروریستانو پر پناهځای بدلېږي.

دې ادعا کړې چې القاعده لا هم له طالبانو سره نژدې اړیکې لري او داسې شرایط رامنځته کوي چې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د حضور دوام ته اړتیا پیدا کوي.

د کانګریس دغو غړیو له طالبانو سره د سولې روانه پروسه ناوړه معامله بللې او ویلي یې دي چې هڅه کوي له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو د موافقې مخه ونیسي.

دوی، سره له دې چې ګومان کېږي په کانګریس کې به زیات ملاتړ ونه لري، ټینګار کړی چې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو حضور به د دې هیواد ثبات او امنیت وساتي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *