تاند- د بادغیس ولایتي اداره تاییدوي چې وسله والو طالبانو د سختې جګړې په لړ کې د دې ولایت د بالامرغاب د ستراتیژیکې ولسوالي امنیه قومانداني نیولې ده.
د بادغیس د ولایتي شورا ځینې غړي وايي چې د ولسوال ودانۍ هم د طالبانو لاس ته لوېدلې خو امنیتي چارواکي او د بادغیس والي دا ادعا نه تاییدوي؛ څه چې ټولې خواوې تاییدوي دا دي چې پولیس او دولتي مامورین په مرغاب ولسوالي کې د ملي اردو کنډک ته تللي دي.
د بادغیس د والي ویندوی جمشید شهابي رسنیو ته ویلي چې پولیسو امنیه قومانداني د یوه تاکتیکي پلان پر اساس پرې ایښې ده.
دی په عین حال کې وايي چې لا هم په مرغاب ولسوالي کې سخته جګړه روانه ده.
د بادغیس د ولایتي شورا غړیو او یو شمېر نورو خلکو د اعتراض په دود په قلعه نو کې د والي د دفتر مخه بنده کړې او په دې اعتراض لري چې بالامرغاب ولسوالي ته په وخت ځواکونه نه دي استول شوي.
طالبان وايي چې مرغاب ته نژدې یې آب کمري ولسوالي هم نیولې ده.
له بلې خوا نن په ننګرهار کې په دوو چاودنو کې ۴ ملکیان وژل شوي او ۱۹ نور ژوبل شوي دي.