د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت

تاند- افغانستان یو وار بیا د پاکستان د صدراعظم عمران خان د څرګندونو په خاطر په کابل کې د پاکستان جګپوړی دیپلومات د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.

د پاکستان صدراعظم عمران خان پرون /جمعه – د اپریل ۵/ یو وار بیا په افغانستان کې د موقت حکومت د جوړېدو غوښتنه وکړه.

عمران خان وویل چې کابل ته د ده دوستانه مشوره دا ده چې که غواړي چې د ولسمشرۍ انتخابات یې د سولې له پروسې سره هممهاله وي نو باید موقت حکومت جوړ کړي.

«د افغانستان خلکو! زما خبرې واورئ، په غور یې واورئ. په یاد وساتئ چې موږ تاسې خپل ورونه ګڼو. زه لاسونه پورته کوم او الله ته دعا کوم چې د افغانستان خلکو ته امن راولي.»

تر دې وړاندې هم عمران خان په افغانستان کې د موقت حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې وه چې د افغانستان له شدید غبرګون سره مخامخ شوه.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی صبغت احمدي نن پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د عمران خان دا څرګندونې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ده او له همدې کبله دغه هیواد ته د افغانستان د اعتراض د څرګندولو په خاطر په کابل کې پاکستانی دیپلومات احضار کړل شو.

تېر ځل د عمران خان د څرګندونو په اعتراض کې افغانستان خپل سفیر د مشورې لپاره کابل ته راوباله. خو کله چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او نورو چارواکو وویل چې د عمران خان خبرې تحریف شوي، افغانستان خپل سفیر بېرته پاکستان ته ولېږه.

تېر ځل د عوامي نشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان او د پاکستان د پیپلز ګوند مرستیال مشر بلاول بوټو زرداري د عمران خان پر څرګندونو سختې نیوکې وکړې او هغه یې نامناسبې وبللې.

4 thoughts on “افغانستان د عمران خان د څرګندونو په خاطر یو وار بیا د پاکستان دیپلومات احضار کړ”
  1. EMRAN GUL KHAN YOU ARE NOT HONEST IN FRIEND SHIP.
    AFGHANS KNOWS ABOUT IT,
    YOU PAKISTANI ARE SAPURTTER OF TERRORISTS.
    LAST 40 YEARS KILLING OF AFGHNAS ARE BEST ADVICE.
    IF YOU SHOUT DOWN YOUR MOUTH IS ENOUGH.
    ENTIRE PASHTOONS WILL SOON START REVOLUTION FOR FREEDOM.

    ZENDA BAD GREAT AFGHANISTAN

  2. «د افغانستان خلکو! زما خبرې واورئ، په غور یې واورئ. په یاد وساتئ چې موږ تاسې خپل ورونه ګڼو. زه لاسونه پورته کوم او الله ته دعا کوم چې د افغانستان خلکو ته امن راولي.»

    Your personal expression is meaningless while your government establishments consistently pushing Afghanistan backward in time far away from modernity. Such mentality set serve Pakistan interest, still will have Afghans Jihadi’s to score Pakistan’s blood feud with India.

    You want a weak backward Afghanistan.

  3. عمرانه داښه ده بچو چې پښتو د نده زده که نه د افغانستان د ولسونو ، ځوانانو او مشرانو عکس العمل به دې لېدلی و، ځان ته پښتون وایې او پښتون زړه ور قوم ته په پنجابي لګیایی . لږ شرم خوښه شی دی.
    هماغه زړه قیصه ده ، خپل غم د وخوره چې ډنګر نه شې،
    مونږ ته د دولت او حکومت جوړولو چل مه را ښیه . اوس د ملا یانو او جهادیانو وخت هم نه دي. نور ستاسو منتر دلته نه چلیږي.
    ګمان نه کوم چې ستا په قول او امر به ملا عباس ستانیکزی بیا زمونږ ویاړلې اردو منحل او کباړ کړای شي. له سړیتوب نه کار واخله ، زمونږ په کورنیو چارو کې مداخله مه کوه . مونږ ته د کراچۍ او له هند سره مځکني او هوایی بندرونه را خلاص کړه . مونږ به تاسو ته د منځنۍ آسیا لار در خوشې کړو. د ټالیبانو او داعشیانو له روزلو نه لاس واخله. ستاسو اقتصادي مشکل به هم حل شي او مونږ به هم په سوله کې ژوند وکړو.

  4. زه خبر نه یم او نه اجازه لرم خبر اوسم چي عمران خان دُعا کولو او د دُعا استجاب ته عقیده لری که نه
    خو دومره خبر یم چي
    هغه دُعا کول اصلاً حرام کار دی کوم چي په هغه کی د ځان یا بل تېر ایستنه نغښتې وی
    که یو غل پداسی حال کی چي د غلا په نیت د بل چا د کور پر دېوال د اووښتو په حال کی وی خو دا دُعا کوی چي خدایه ددې کور خاوند د غله د یرغل څخه وساتې یا دُعا کوی چي خدایه د غلا د بد فعل توفیق مه راکوې نو دا ډول دُعا خو مطلقاً حرامه ده
    که څنګه؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *