هر انسان بېلابېلې ځانګړنې او عادتونه لري،چې له مخې یې په ټولنه کې پېژندل کېږي. زما په باور د فرید احمد تسکین شخصیت درې بارز اړخونه لري.
په حقیقت کې د ادب،فلسفې او سیاست خټه ده،چې د تسکین بت یې ساز کړی دی. د مبارزې او سیاست په ډګر کې ددې ښاغلي قلم او ټوټه د بابا باچا خان رنګ لري او د عقیدې تار یې له وجودي فلسفې(وحدت الوجود فلسفه) سره غوټه دی. د وجود فلسفي مکتب له سرلارو څخه،یو هم ژان پل سارتر دی،چې دده په څو بیتونو کې یاد شوی دی.
د فرید احمد شاعري او فکر که یوه ونه وګڼو نو،ددې ونې غټ ښاخونه به سیاست،فلسفه او ټولنیزې ناخوالې وي. یا هم د ده شعر د سیاست،فلسفې او ټولنیزو ناخوالو یو ښکلی امتزاج ګڼلی شو.
د ښار مرزا عنایت الله دېدار د تسکین په اړه وایي:
[ د انسانیت،فکر او مینې ولاړه دیوتا،د رڼا او بشرپالنې منادي،د خدای او د هغه د کمال سوی لوی عاشق فرید احمد تسکین د عصر حاضر خاطر افریدی دی. د تصوف سوز پکې تازه،تازه غځونې کړې دي او لرې نه ده،چې له قاله حال ته راشي او د خدای د جلال و جمال ستاینه هم وکړي.د تسکین پر وړاندې اوږد مزل پروت دی او زما یقین دی،چې دی به د خپل ذات ژورو ته کوزېږي،دی به خپل نفسي طاقتونه راویښوي او دی به پښتو شاعرۍ کې نوی باب پرانيزي]
ښاغلی دېدار زما په نظر په دوو علتونو،تسکین د عصر حاضر خاطر افریدی ګڼي!
که ښاغلی تسکین د خپل شعر ژبه صیقل کړي،تخنیکونو او د شعر شکل ته توجه وکړي او همدارنګه د ژوند ډول،ډول صحنې شعر ته راوړي لرې نه ده،چې خاطر څو قدمه شاته پرېږدي او د مرزا په قول پښتو شاعرۍ کې یو نوی باب پرانيزي.
د تسکین صېب یو څو شعرونه
که هر څومره تا شړلی یمه زه یم
رنګ په رنګ پر تا شېندلی یمه زه یم
ددې لویې قضیې بل ثبوت به څه وي؟
د زمان خلګو رټلی یمه زه یم
#
رڼا یمه د فکر توره شپه راپسې مري
یو څوګ لکه د خپل وجود سایه راپسې مري
موده کېږي تسکین نشته پیاله راپسې مري
موده کېږي مستانه میکده راپسې مري
#
ښه زه یمه ښه ځه د خاموشۍ مانا به څه وي؟
ښه ته یې ددې ډمې زنده ګۍ مانا به څه وي؟
چې ته وایې همه ثنا ستاینه دې زما وي
تسکین دې شم د داسې شاعرۍ مانا به څه وي؟
#
د ژوندون د سارا ډیرې لارې کچ شوې
اوس به کومې خواته ځمه لیونتوبه
نوټ:دا څو کرښې مې د تسکین صېب پر ویاړ غونډې ته لیکلې وې، چې له بده مرغه ګډون مې پکې ونشو کړای.