تاند- د مصر د عتیقه اثارو وزارت نن /دوشنبه/ اعلان وکړ چې په یوه قبر کې یې، چې څو برخې یا خونې لري، د یوه سړي او د هغه د مېرمنې پاتې شوني او همداراز مومیايي شوې پیشوګانې او موږکان کشف کړي دي.
لرغونپېژندونکي باور لري چې دا قبر، چې د جمعې په ورځ /اپریل ۵/ کشف شو، د (Ptolemaic) دورې دي چې ۲۰۰۰ کاله پخوانۍ ده.
دا قبر په اخميم ولایت کې وموندل شو چې له سحاج څخه نژدې ۴ مایله لېرې دی.
قبر دوې خونې لري او رنګه انځورونه یې پر دېوالونو کښل شوي دي.
د سي این این تلویزیون د راپور له مخې، د مصر د عتیقه اثارو د عالي شورا سرمنشي مصطفي وزیري وايي«دا په دې سیمه کې تر ټولو په زړه پورې کشف دی.»
په دې کشف کې تر ټولو جالب شیان ۵۰ حیوانات او مومیايي انسانان دي.
مصر یو له هغو هیوادونو څخه دی چې تر ټولو دېر مهم لرغوني اثار پکې کشف کېږي.