تاند- په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو ویندوی وايي چې نن /دوشنبه/ درې امریکايي پوځیان او یو امریکايي قراردادي په چاودنه کې ووژل شول.

د امریکا اې بي سي نیوز تلویزیون په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د ویندوی ډګروال ډاوید بټلر له قوله وویل، په دې پېښه کې، چې بګرام هوايي اډې ته نژدې وشوه، درې نور امریکايي پوځیان ژوبل شوي دي.

ټپي شوي پوځیان سمدستي د پېښې له ځایه روغتون ته یووړل شول.

این بي سی نیوز ویلي چې دا پوځیان له بګرام اډې دباندې په چاودنه کې وژل شوي.

بلې امریکايي رسنۍ سي این این ویلي چې د سړک د غاړې چاودنه د بګرام هوايي اډې ته نژدې شوې ده.

فاکس نیوز تلویزیوني چاینل د پینتاګون له قوله وايي وايي چې د وژل شویو او ټپیانو نومونه به په ۲۴ ساعتونو کې، وروسته له دې چې د هغوی کورنیو ته معلومات ورکړي، اعلان کړي.

وسله والو طالبانو د دې برید مسوولیت په غاړه اخیستی دی.

تر دې پېښې مخکې په روان میلادي (۲۰۱۹) کال کې، چې اوس یې د درېمې میاشتې ۸ مه ده، ۴ امریکايي پوځیان په افغانستان کې وژل شوي دي.

د هغوی نومونه په دې ډول اعلان شوي: (Sgt. Cameron Meddock, Staff Sgt. Joshua Z. Beale, Spc. Joseph P. Collette, and Sgt. 1st Class Will D. Lindsay.)

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *