تاند- د افغانستان حکومت د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د اروپايي اتحادیې د شورا د اعلامیې هرکلی وکړ.
د اروپايي اتحادیې د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان د سولې په خبرو کې د ټولو خواوو ګډون او د سولې په هر ډول موافقې کې د افغانستان د حکومت تایید مهم بللی دی.
دا خبره په هغه اعلامیه کې شوې چې پرون /دوشنبه/ د اروپايي اتحادیې په شورا کې د دې اتحادیې د بهرنیو چارو وزیرانو د خپلې غونډې په پای کې خپره کړه.
د اروپايي شورا په غونډه کې د اروپايي اتحادیې د غړیو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان د سولې پر بهیر خبرې وکړې او د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ یې پر مخامخ خبرو ټینګار وکړ.
په اعلامیه کې همداراز ویل شوي چې د افغانستان حکومت او طالبان دې د جګړې د سوله ییز حل لپاره یوې موافقې ته د رسېدو لپاره خپلې هڅې زیاتې کړي.
دوی همداراز د سولې د پروسې پر ملاتړ او د افغانستان د امنیت او سوکالۍ لپاره د اروپايي اتحادیې پر اوږدمهالې ژمنې ټینګار کړی دی.
اروپايي شورا وړاندیز وکړ چې د افغانانو ترمنځ؛ یعني د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې دې ژر تر ژره پیل شي.
اروپايي شورا ویلي چې د سولې د پروسې د بریالیتوب په صورت کې باید هغه بریاوې خوندي وي چې له ۲۰۰۱ څخه را په دې خوا د افغانستان په برخه شوي دي.
په اعلامیه کې ویل شوي چې اروپايي اتحادیه حاضره ده چې د سولې د پروسې په پراخولو، د امنیتي اورګانونو په ګډون په ټولو برخو کې په اصلاحاتو، د جنګي کسانو او د هغوی د کورنیو د غړیو په ادغامولو، او د سیمه ییزې سوداګرۍ په شان په بېلابېلو برخو کې مرسته وکړي.
اروپايي شورا ویلي، د هر ډول سولې په صورت کې باید د وګړو په تېره بیا ښځو، ماشومانو او اقلیتونو بشري حقونو ته درناوی وشي او د افغانستان دولت له اوسنیو اورګانونو او اساسي قانون سره کار ته دوام ورکړي.
د افغانستان حکومت د اروپايي اتحادیې د شورا د اعلامیې هرکلی وکړ.
د ارګ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د افغانستان ولسمشر د اروپايي اتحادیې د دې «اصولي» دریځ د هرکلي په ترڅ کې د دې اتحادیې د شورا اعلامیه په خپل هیواد کې د جګړې د پای ته رسېدو او سولې لپاره مهمه ګڼي.