د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل

تاند – د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل وایي، خوښ دی چې د خپل کار د پيل لومړۍ اجندا یې ترسره کړه او د انعکاس تلوېزیون رییس انجنیر زلمی یې د تښتوونکیو له منګولو څخه راخلاص کړ.

ښاغلي میاخېل د انجنیر زلمي په راخلاصولو کې، چې د ۱۳۹۷ د لیندۍ په ۱۳مه نامعلومو وسله والو تښتولی وو، کشفي او امنیتي ارګانونه ستایلي او مننه یې ترې کړې ده.

د انعکاس تلوېزیون رییس انجنیر زلمی no

میاخېل په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، «خوشاله شوم چې زما د کار د پيل لومړۍ اجندا د انعکاس د تلویزیون مشر، انجینر زلمي راخوشې کیدل سرته ورسید او د خپلې کورنۍ سره صحې سلامت یو ځای شو. زه د ژورنالستانو کورنۍ او د انجینر زلمي کورنۍ ته دا خوشالي مبارکۍ وایم او د خپلو امنیتي او کشفي ارګانونو د هلو ځلو نه مننه کوم.»

شاه محمود میاخېل د تېر کال د سلواغې د میاشتې په نیمایي کې د ننګرهار والي وټاکل شو او د دغې میاشتې په ۲۰مه یې عملا کار پیل کړ.

ویل کیږي چې په لومړیو کې د سیمه ییزو زورواکانو او مافیایي کړیو له خوا، چې د ځمکو په غصب، تښتونو او د وسله والو بریدونو په اسانولو کې لاس لري، د جوړجاړي یا معاملاتو نه کولو له امله له یو لړ ستونزو سره مخامخ شو خو داسې ښکاري چې اوس د مافیایي کړیو له تبلیغاتو سره سره په خپلو هڅو کې بریالی پرمخ روان دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *