تاند- راپورونه وايي چې افغان امنیتي ځواکونه، طالبان او داعش د کونړ په چپه دره کې پراخو جګړو ته تیاري نیسي.
په دې ولسوالي کې په وروستیو ورځو کې د طالبانو او داعش ترمنځ د جګړو له کبله په سلګونه کورنۍ بې ځایه شوي دي.
د کونړ چارواکي وايي چې حکومت له بې ځایه شویو کورنیو سره مرستې کړي دي.
د کونړ والي وايي چې د جګړې سیمه پخوا د طالبانو په لاس کې وه خو په وروستیو کې داعش ونیوله چې په نتیجه کې یې د دواړو خواوو ترمنځ نښتې پیل شوې.
داعش دوې اوونۍ پخوا په چپه دره کې پر طالبانو بریدونه پیل کړل چې له کبله یې ۲۰ زره تنه بې ځایه شول.
خو اوس د افغانستان حکومت وايي چې سیمې ته به ځانګړي ځواکونه واستوي چې طالبان او داعشیان له سیمې څخه تصفیه او بې ځایه شوي خلک بېرته په خپلو مېنو کې دېره کړي.