د کډوالو لپاره د ملګروملتو دفتر یا آی او ایم وايي، تر یو لک زیات کډوال د روان ميلادي کال د جنورۍ له لومړۍ د اپرېل تر لومړۍ نيټې پورې یوازې له ايرانه افغانستان ته ستانه شوي دي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د دفتر په راپور کې، چې نن خپور شو، همداراز ويل شوي چې اکثره افغانان چې اسناد یې نه درلودل، له ايرانه د دې هیواد د اقتصادي بحران له کبله افغانستان ته ستانه شوي دي.

په ۲۰۱۸م کال کې تر اووه لکه او ۷۳ زره مهاجر له ایرانه افغانستان ته تللي وو.

د IOM په راپور کې راغلي چې په تيرو څلورو مياشتو کې تر څلورنیم زره زيات افغان کډوال له پاکستانه هيواد ته ستانه شوي دي.

د دې راپور له مخې له ۲۰۱۲م کال څخه تر ۲۰۱۸م کال پوري افغانستان ته د ټولو بیرته ستنو شويو شمېر دوه ملیون کسانو ته رسیږي. خو ډېری یې د اوسېدو د ځای د نه درلودو له کبله له ډيرو ستونزو سره مخامخ دي.

د آی او ایم د معلوماتو پر اساس تېر کال هم تر ټولو زیات افغان کډوال له ایران څخه بېرته خپل هیواد ته ستانه شوي وو.

پر ایران د امریکا د بندیزونو له کبله د دغه هیواد اقتصادي وضعیت خراب شوی او د پیسو ارزښت یې سخت لوېدلی دی. له همدې کبله په ایران کې مېشت ډېری افغان مهاجر هڅه کوي چې یا خپل هیواد ته ستانه شي او یا ترکیې او له هغه ځایه اروپا ته ځان ورسوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *