ندیم اشرف

ماته د خبریال په توګه چې معمولا په ټاکنیزو پروسو راپورنه برابروم او له تېر یوه کال یې څارم، تر ټولو ستومانوونکې او بې خونده موضوع همدا ده چې د پارلماني ټاکنو پایلو ګونګ وضعیت باندې راپور کوم. ښايي لامل یې دا وي چې دا موضوع تکراري شوې او مخاطبان هم یوې نوې پایلې ته په تمه وي.

شپږ میاشتې له ټاکنو تېرې شوې خو د ټولو ولایتونو وروستۍ پایلې لا هم نه دي اعلان شوې، هغه کار چې باید څلور میاشتې وړاندې باید شوی وای.

لاملونه:

د ټاکنو کمېسیون پخوانیو کمېشنرانو له ټاکنو وروسته باید د ټولو ولایتونو پایلې په یوه ورځ له ټاکنو یوه میاشت وروسته اعلان کړې وای، دا کار کمېسیون ونه کړ. څو میاشتې یې لومړنۍ پایلې له ځان سره وساتلې او وروسته یې هم په پړاویز ډول لومړنۍ پایلې اعلان کړې او د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ته یې وسپارلې. ټاکنو کمېسیون ته ځینې مواد له ولایتونو په وخت نه راورسېدل او دغه راز د پروسې پېچلوالي، په ټاکنو کې له ناکاره بایومتریک کار اخیستنه، د ظرفیت نه شتون، سیاسي کړکېچونه، د ټاکنو کمېسیون په کمېشنرانو فشار، مالي فساد، په ټاکنو کمېسیون کې د ناظرینو او مسؤلینو تر منځ نه همغږي او د شکایتونو کمېسیون ځینې غوښتنې هغه څه وو چې تر ډېره یې لومړنۍ پایلې وځنډولې.

کله چې د ټولو ولایتونو لومړنۍ پایلې اعلان شوې او شکایتونو کمېسیون ته کار ورله غاړې شو، شکایتونو کمېسیون له یوې خوا له ټاکنو کمېسیون سره عقده واخیسته چې ولې یې لومړنۍ پایلې ناوخته او په پړاویز ډول دوی ته وسپارلې، له بلې خوا هم دروند مسؤلیت او له پېچلې پروسې وتل ستونزمن دي. دا کار بیا هغه وخت سخت شي چې حق د مادیاتو تر مستقیم اغېز لاندې وي.

شکایتونو کمېسیون ته په زرګونه شکایتونه په لسګونه او یا سلګونه ډوله ثبت شول چې د دې څېړل، مطالعه کول او تحلیل سخت دی.

خو کله چې د ولسمشر له لورې د دواړو ټاکنیزو کمېسیونونو کمېشنران عزل شول او له څو ورځو کاري خلا وروسته نوي کمېشنران معرفي شول دا پروسه د تمې او اټکل خلاف نوره هم وځنډول شوه. نویو کمېشنرانو ته ولسمشر د معرفي غونډه کې له پارلماني ټاکنو ژر وتل یو امتحان یاد کړ، خو چې نویو کمېشنرانو دا پروسه تر اوسه ځنډولې ده نو ویلای شو چې اوسني کمېشنران په ازموینه کې پاتې دي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون نویو کمېشنرانو له راتګ سره سم یوه زماني پروژه له ځانه سره درلوده چې د ټولو ولایتونو پایلې به د کار په شلو ورځو کې وروستۍ کړي، خو کله چې پروسې ته داخل شول، چلنجونه، پېچلتیا او پخوانۍ پاتې کارونه یې ولیدل، خپله یې وویل چې په کمېشنرۍ پېښمانه دي.

له دې سره نوي کمېشنران د یوې نا تکمیلې پروسې په منځ کې راغلل. دا خپله ستونزمنه ده چې نیمايي پروسه باندې کار وشي، د شکایتونو څېړل او د کار مخته وړلو مېتودونه هم متفاوت وو. نو نویو کمېشنرانو اول له ځانه پیل وکړ چې څنګه ځان له پروسې سره اعیار کړي.

په نویو کمېشنرانو لوی اغېز او د پاتې ولایتونو د پایلو یو لوی لامل د مخکنیو کمېشنرانو څارنوالۍ ته معرفي کېدل دي. کله چې نویو کمېشنرانو کارونه پیل کړل، له ډېر احتیاط  کار اخلي او نه غواړي چې د پخوانیو په شان څارنوالۍ ته معرفي شي. دا خپله په کمېشنرانو یو ډول رواني فشار دی چې کارونه یې ځنډولي دي.

ځینو ولایتونو کې ناسمو ټاکنو دومره ستونزې جوړې کړې چې شکایتونو کمېسیون د هغو ستونزو د حل په کنټرول کې پاتې دی او مجبوره دی چې احتمالي او خوش باوره پرېکړه وکړي.

اوس که د نورو ولایتونو پایلې تر لس یا پنځلس ورځو اعلانېږي خو د کوچیانو حوزې او او کابل وروستۍ پایلې به تر یوې میاشتې وخت نیسي او یا به کمېسیون د پراخو ستونزو له امله د هغې په ابطال غور کوي.

د څومره ولایتونو پایلې چې تر اوسه اعلان شوي دي د هر ولایت یې نه یې دوه، درې او یا هم له دې ډېر ناکام نوماندان له پایلو راضي نه دي او هره ورځ د اعلان شويو پایلو پر ضد اعتراض کوي او د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون دروازه تړي. معترضین غواړي چې له کمېشنرانو سره خبرې وکړي او قناعت ورکړي. دا چاره هره ورځ د شکایتونو کمېسیون له دوه تر څلور ساعته کاري وخت ضایع کوي.

شکایتونو کمېسیون داسې مهال د ولایتونو په پایلو کې بند پاتې دی چې هره ورځ یې د راتلونو څلور واړه ټاکنو لپآره هم کارونه ډېرېږي. شکایتونو کمېسیون همدا اوس ولسمشرۍ ته د نوماندانو په اسنادو او د هغه په وروستي لیست هم  کار کوي چې او په دې برخه کې یا هم د اسنادو په لټه کې دي او یا هم ځینې فشارونه شته ورباندې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *