د یو ملګري لېدلو ته مې روان وم. له ریکشا کوز شوم او د سړک تر څنګ پلی روان شوم. دا د جلال اباد ښارد اومې ویالې سیمه وه. دلته ښاروالۍ تر نورو ځایونو یو څه زیات کار کړی دی. نږدې ټولې کوڅې يې رغول شوي او کومې ویالې چې د سړکونو تر غاړو دې هغه هم جوړې شوي دي.
د کورونو په مخکې د لوبو ځایونو هم یو څه رغول شوي او پر ځينو نورو يې کار روان دی، خو بلا مودې وشوې چې کارونه يې همداسې نیمګړي او په ټپه ولاړ دي.
کوڅو په مخکې ځای ځای د کثافاتو لپاره د خځلو او کثافاتو د اچولو سیمټي ځایونه هم جوړ شوي دي.
پر یوه کوڅه وربرابر شوم، څو قدمه مخکې نه وم تلی چې ډېر بد بوی مې تنفس اخیستل ګران کړل اخو دیخوا مې ولیدل فکر مې وکړل چې ګوندې کوم چا دلته کوم مړ سپی یا بل څه اچولي دي چې دا ټوله سیمه يې په بوی لړلې ده.
ومې لېدل، چې د لوبو لپاره چې کوم پارکونه ځانګړي شوي او په یو کونج کې يې کثافات دانۍ هم لګیدلې ده، بوی له هغې ځای راځي. خو کثافات داني تشه وه؛ خلکو په کثافات دانۍ کې کثافات ډېر کم او پر ځمکه او پارک کې ډېر اچولي وو. هره چټلي په کې پرته وه. داسې فکر کیده چې ګوندې دا د کثافاتو ورستی مرکز دی. دوه درې ماشومان چې بوجۍ يې لاسونو کې نیولې وې هم پښې ابلي پر کثافاتو ګرځيدل لکه کوم شی چې ترینه ورک شوی وي.
اخوا دیخوا د دوکانو او کورونو مخکې خلک سره ناست وو، تا به ویل چې دوی له هیڅ خبر نه دي او دا ګندګي هم ورته نه ښکاري. زه له دې ځایه یوازې تیریدمه خو بوی مې نږدې و چې زړه ودروي، مګر دوی یې په کیسه کې هم نه وو.
دا به سمه وي چې د کثافاتو وړل او ټولول د ښاروالۍ کار دی، خو ښاروالۍ نږدې د ښار په ګڼو سیمو کې کثافات دانۍ لګولي دي، خلک ولې په کې کثافات نه اچوي او د کثافات دانیو څنګ کې يې اچوي. سمه ده چې ښاروالي به هم خپل کار سم نه کوي خو د یوه لاس نه ټک نه پورته کیږي که چېرته خپله ښاریان او د سیمې اوسیدونکي د خپل چاپیریال د پاک ساتلو هڅه ونه کړي نو یوازې ښاروالۍ او د چاپیریال ساتنې اداره څه نه شي کولی.
په ښار کې هره سیمه او کوڅه خپل مشر ( وکیل ګذر ) لري که چېرته همدا مشران د خپلو سیمو خلک راټول کړي او ورته ووايي چې کثافات په خپل ټاکلي ځای کې واچوئ او د چاپیریال په ساتنه کې ټول سره لاسونه یو کړئ، په خپلو کورونو کې هم ووايئ چې خځلې بې ځایه ځای وانه چوئ، نو څه فکر کوئ تغیر به رانه شي او په ډېر لږ وخت کې به موږ د ډېر یو ښه چاپیریال لرونکي و نه اوسو.
که چېرته د ښار هر اوسیدونکی د چاپیریال په پاک ساتلو کې خپل مسولیت ادا کړي په یو ډېر ښکلي او پاک چاپیریال کې به مو استوګنه وي.
که چېرته د ښار د هرې سیمې مشران خپل کشران او کورنۍ د چاپیریال ساتنې د اهمیت او ارزښت په اړه پو کړي او د خځلو او ګندګیو د بې ځایه اچولو مخه ونیول شي تر ډېره بریده به مو ښار او سیمه پاکه شوې وي.
زه فکر کومه د دې ټولنې د هر استوګن دنده ده، چې د یو پاک چاپیریال په رامنځ ته کولو کې خپله برخه کار وکړي.
که چېرته موږ د چاپیریال د پاکولو او پاک ساتلو مسولیت یوازې په ښاروالۍ او د چاپیریال ساتنې په ادارې پورې محدود کړو فکر کوم چې دا به سم کار نه وي، ځکه موږ خپله د دې ځای او سیمې استوګن یو او تر ټولو ډېر د بد چاپیریال اغیز پر موږ او زموږ پر کورنیو کیږي؛ مانا دا چې ستونزه موږ ته پیښیږي، نو په حل کولو کې يې باید تر نورو لومړی منډه ووهو.
دا سمه ده چې په دې برخه کې د چاپیریال ساتنې اداره او ښاروالي مسولیت او دنده لري خو تر هغوی څو چنده موږ زیات مسولیت لرو ځکه موږ دلته اوسیږو.
موږ به خپله برخه کار کوو او کوم کار چې هغوی پورې اړوند و او هغوی نه کولو د هغوی پام به ورته راواړو، چې دا ستاسو مسولیت دی او ترسره يې کړئ.
د چاپیریال ساتنې اداره وايي د ښار په هغو سیمو کې چې کثافات پراته وو او ښاروالۍ نه وو پورته کړي هغه يې د ښاروالۍ پر کارکوونکو له هغه ځایه ولیږدول او هغه سیمو کې چې کثافات دانۍ نه وې هلته د ښاروالۍ لخوا د کثافات دانیو د لګولو کارونه ترسره شول.
همدارنګه د ښاروالۍ مسولین وايي چې خلک په هر ځای کې د چاپیریال پر وړاندې د ښاروالۍ اړوند کومه ستونزه ګورې په سیمه کې دې نږدې د ښاروالۍ ناحيو ته ورشي او یا دې د جلال اباد ښاروالۍ سره ستونزه شریکه کړي.
خو ما ولېدل چې په ډیری ځایونو کې کثافات دانۍ لګیدلې وې، خو خلکو د کثافات دانيو پر ځای خځلې او ګندونه د کثافات دانیو تر څنګ اچولي وو، چې ټوله سیمه يې بدرنګه کړې وه.
که چېرته زموږ ښاریان او خلک په خپله د خپل چاپیریال د پاک ساتلو لپاره کار ونه کړي فکر نه کومه چې یوازې دې دولتي مامورین ټول ښار پاک وساتلی شي، خو که هر کس او هر فرد په خپله برخه کې مسولیت وپېژني نو ډېر ژر به مو یو پاک ښار درولودلی وي.
( وايي، ښار زموږ ټولو شریک کور دی.) لکه څنګه چې د خپل کور د پاک ساتلو خیال ساتو باید د خپل ښار په پاک ساتنې هم پوره پاملرنه وکړو.
د جلال اباد ښار ډېر یو وړوکی ښار دی که چېرته د هر سیمې اوسیدونکي خځلې او ګندونه په خپل ټاکلي ځای کې واچوي او خپلو لویو او وړو ته د چابیریال د اهمیت او ارزښت په اړه ووایې فکر کومه په ډېره کمه موده کې به جلال اباد ښار یو پاک او سالم چاپیریال خاوند واوسي.
وايې چې (( هره ورځ د چاپېریال ساتنې ورځ ده.)) نو موږ او تاسو هم باید د چاپیریال ساتنې ادارې او نورو مسولو ادارو سره یو ځای د خپل ښار د پاکولو په برخه کې مرسته وکړو.
لږ تر لږه که هر سړی د خپل کور مخه پاکه وساتي فکر نه کوئ چې ټوله کوڅه او بیا همداسې ټول ښار به پاک ساتل شوی وي.
په همدې هیله.
ایمل مړوند
Thanks Dear Aimal jan it was very usefu Artice,If Everyone understand his/her responsibility In Sha Allah we will have a best Friendly Environment and safe from different Diseases.
Regards,
Zaland