نېټه: ۱۳۹۸ کال د وري ۲۴ مه

د خدای شکر دی چې په افغانستان کې سوله او پخلاینه په ملي او نړیواله کچه د هر مجلس شکرې ګرځېدلې او په هغو مرکزونو او کنفرانسونو کې هم سوله د اجنډا یوه برخه شوې چې هره ناسته به یې د جګړې او وسله والو نښتو د نويو څپرکیو پر پلانونو راچورلېده. د عام اولس، سیاسیونو او وسله والو مخالفينو فکر په یو ډول د سولې پر اړتیا او میکانیزم متمرکز شوی او په ملي او نړیوال رسنیز ډګر کې هم د خبري سرټکو غټه برخه پر افغان سولې کېدونکي بحثونه او د دې پروسې وروستي پرمختګونه جوړوي. د ښکېلو اړخونو له روحيې ښکاري چې که خدای کول افغانستان کې جګړييزې شخړې مخ په ختمېدو او د کشالې دواړه غاړې د خبرو اترو پر مېز راټولېږي. د قطر او مسکو وروستیو خبرو اترو او کابل کې د سولې د مشورتي لويې جرګې د جوړېدو لپاره روانو هلو ځلو د سولې بهیر ته چټکتیا بښلې او په کليو او ښارونو کې ټول افغانان د هغې ورځې راتلو ته شېبې شماري چې د جګړې وروستۍ لوخړه زموږ له ورانو کوڅو پورته او د سولې تودې وړانګې مو پر غر او سمه ولګېږي. نن د افغانانو د ژوند یو حساس پړاو پیلېږي او د دغې خاورې د تاریخ نوی باب پرانستل کېږي. له اوږو وسلې کوزېږي او ماشومان د بم له وېرې پرته د ویشتل شویو ښوونځيو ماتې دړې پرانیزي.

په داسې شېبو کې هر افغان لوستي او نالوستي، نر او ښځې، ځوان او سپين ږيري ته ځانګړي مسوولیتونه ورپه غاړه کېږي. دا پړاو شور غواړي، تفکر غواړي، تدبير او حکمت غواړي، سیاست غواړي او د سبا ورځې د برخليک پر جزیاتو ژورو خبرو اترو او پرېکړو ته اړتیا لري. د دغې څو اړخیزې، ګونګې او وژونکې جګړې قرباني موږ ورکړې او لايې هم پر وړاندې زموږ ځوانې هستۍ نذرانه کېږي نو ولې به ځان ته د دې حق نه ورکوو چې د پای ته رسولو له زرین پړاو یې تر ټولو ډېره ګټه پورته کړو. آیا د سوکالۍ او باعزت ژوند د هغه ګلاب د غوړېدو شېبې په خپلو سترګو ونه وینو چې د خپلو تنکیو ماشومانو د تویو شویو وینو پر لمنه مو راټوکېږي، آیا د خپلې هوښیارۍ، ځيرکتیا او فعالانه ګډون په زور دغه ګلاب ونه پالو، آيا د دې وخت نه دی رارسېدلی چې مور وطن افغانستان د شخړو او وسلو د لابراتوار پر ځای د ښېرازۍ، ګرځندوی او طبيعي ښکلاوو په نمونه سیمه بدل کړو؟

د سولې په درشل کې یو شمېر ملي لومړیتوبونه او سرې کرښې شته چې موږ هر یو یې باید د ذهن په لوحه انځور او د زړونو په ګلبڼ کې وکرو. د هېچا او هېڅ غوښتنې پر وړاندې پر دغو لومړیتوبونو پښه کېنږدو او د هرې پرېکړې پر مهال دا لومړیتوبونه او سرې کرښې ځان سره یادې او تکرار کړو. سرلوړي او نمونه ملتونه هر څه نه لري خو ځينې ارزښتونه ضرور لري چې د خپل سر په بیه یې پالي. موږ هم د سولې د خبرو اترو په دغې برخلیک ټاکونکي پړاو کې یو شمېر سترې ملي هيلې او لومړیتوبونه لرو. دغه لومړیتوبونه د سولې پالنې، سوله ساتنې او له سوله ييزو شيبو د خپل ژوند او نظام د پياوړتیا په ننګه تر ټولو زیاتې ګټې اخیستنې مانا لري. په لنډ ډول، دغه ملي لومړیتوبونه دلته راوړم او د یو داسې چيغې په توګه یې د هر افغان د زړونو تر غوږونو رسوم چې د دامان له دښتو راپورته شوې، د پامير په لوړو راګرځېدلې او اوس یې د هر افغان زړونو ته لاره موندلې ده. راځئ دا چیغه په ويښه او خوب کې له ځان سره تکرار کړو او د خپلو ګلونو ماشومانو د للو په خوږو یې ورګډه کړو، دغه چيغه د روحي څپې په توګه د هر افغان او افغانې د روح تل ته ورټيټه او د بدن رګ رګ کې یې خوره کړو.

دا چيغه زموږ د ملي لومړیتوبونو نچوړ دی. دا چيغه د هريرود شور دی، د آمو د څپو ژبه او د آبدان د دښتې وږم دی. دا چيغه دا ده چې: راځۍ د سولې په درشل کې زرغون او خلاق فکر ولرو، راځئ د هېڅ کومې ښوونځۍ دروازه ونه تړو او د هرې مدرسې حافظان په تندي ښکل کړو، راځئ د يو ژوندي، هوډمن او هوښيار ملت په توګه د تېرو کلونو په کمزورتیاوو کار وکړو، یو بل ته لاس ورکړو، د نظام نیمګړتیاوې په ګوته او رفع کړو، د حکومت پر پرمختيايي پالیسیو د بیا کتنې تر څنګ د اوږدمهالې ودې په موخه پام وړ ګامونه پورته کړو، له صفر څخه د بیا پيلولو ترخه تجربه تکرار نه کړو، د کلي او ښار تر منځ پراته عیني او ذهني واټنونه رالنډ کړو او د مخ پر ودې هېواد په توګه خپلې بيخ بنسټيزې پروژې په پښو ودروو. راځئ د (کاسا زر)، (ټوټاپ) او (ټاپي) په څېر هغه پروژې چې له افغانستان څخه تېرېږي د سیمې د هېوادونو د وينو رګونه جوړ کړو او ګاونډیانو ته ورزده کړو چې زموږ وژنه د ځان قتلولو په بیه ورته تمامېږي.

راځئ د هېواد د بهرني سیاست سرې کرښې تثبیت کړو او په خپله پڅه ديپلوماسۍ کې ژور بدلونونه راوړو، د ولس بیړنیو اړتیاوو ته ورسېږو، د پوځي او ملکي بنسټونو د پياوړتیا او عصري کېدنې له لارې د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا او په غوره ډول د عامه خدماتو وړاندې کول باوري کړو، په وروستيو پنځو کلونو کې د سیمې او نړۍ په کچه په سوداګريزه راکړه ورکړه کې د ګران هېواد ګټلی موقف وساتو، په کور دننه او بهر د پانګونې له شته او رامنځته کېدونکو فرصتونو ګټه پورته کړو. د دغو مدبرانه او تاريخي ګامونو په اخیستلو سره به له یوې خوا د خپلو حریصو ګاونډیانو شومې هېلې او پلانونه د خپلې ځيرکتیا پر بړبوکۍ د باد خوراک کړو او له بلې خوا به ‎په تدريجي توګه په ټولو سیاسي، اقتصادي، پوځي او د حکومتولۍ ډګرونو کې د افغانستان پر ځان بسياینه تضمین کړو. په دې توګه به زموږ خپل ټپونه ملهم او د راتلونکو نسلونو لپاره یو په خپلو پښو ولاړ افغانستان تر شا پرېږدو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *