د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه ادارې مشرتابه او کارکوونکي د یک شنبې پر ورځ، د غزني ولایت په اندړو ولسوالۍ د واده پر یوه موټر د ماین د چاودنې له امله د ۱۹ بې دفاع هېوادوالو د شهادت خبر سخت لړوزلي دي. د غزني ولایت په اندړو ولسوالۍ کې دا ناځوانمردانه کړنه ښيي، چې دښمن د هېواد د وسلوال پوځ پر وړاندې د مخامخ جګړې وس بایللی دی.

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره دا عمل په سختو ټکو غندي،  د شهیدانو روح ته فرودس جنت غواړي او له کورنیو سره یې د ژورې خواخوږۍ مراتب شریکوي.

 د غزني د اندړو ولسوالۍ اوسېدونکو په تېرو دریو کلونو کې د خپلو اساسي حقونو د ترلاسه کولو لپاره د دولت د وسلوالو مخالفینو سختې ناکردې وزغملې او لاهم نه دي اسوده شوي. د دې ولسوالۍ خلکو ثابته کړه، چې د افغانستان خلک د سولې، پرمختګ او زده کړو تږي دي او ددې ارزښتونو لپاره هر راز قرباني ورکولای شي.

دا کړنې د دښمن د هغو هڅو برخه ده، چې هدف یې د هېواد پر راتلونکې د ولسونو بې باوره کول دي. خو د افغانستان خلک پوهېږي، چې هېواد یې د ښې راتلونکې پر لور روان دی او هېڅکله به هم د بدمرغۍ پخوانیو کلونو ته ستون نه شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *