جبار نورمل

شپه تته تیاره وه. ناوخته کورته پرلار وم، چي زما څخه مخکي بل کس هم زما په شان په مزله کي و. چي لږ ورنېږدي سوم ملګری مي و، دی هم پر موټر سایکل زه هم پر موټر سایکل، صرف توپېر دا و، چي دی په تیاره کي او زه په رڼا کي زما موټرسایکل بتۍ درلودله خو دده دموټر سایکل بتۍ ګل (خاموشه) وه. علت یې چي هرڅه و خو هغه په ستونزه کي و ځکه چي شپه ډېره تیاره او تته وه. خو بختور و. ځکه ما بیا له رڼا سره مزل کوی، دده هم ګوله راسره په غوړو کي سوه. ځکه دی دتیارې له امله ورو و. خو کله چي زه ورته نیږدې سوم دده سرعت هم زیات سو، دومره زیات چي باره زما رسیدګې ده ته په خوارۍ (ستونزه منه) وه. دغه تېز مزل یې زما په فکر چي خپل لاسته راوړنه بلله، ځکه چي باره یې مزل ماته مزاحمت سو دګرد او غباره یې په تکلیف سوم. ناځوانه دې ته سوچ نه کوی چي دچا درڼا برکت دی، خو خیر یو ډول مي لاره ورسره وړه، دی دمخه زه په پسې، چي په دې وخت کي یو بل مزل کونکی پر موټر سایکل را ورسیدی او زماڅخه مخکي سو بي بتۍ یې موټرسایکل ولا ته ورسیدی، حال داچي هغه پردی لاروی وو، دیوه ګړي لپاره له موږ سره ملګری سو تر څو چي دمخه کيدی نور نه، زما بي بتۍ یې ملګري زه پريښولم دده په رڼا کي یې خپل مزل ته ادامه ورکړه تر یو ځایه هغه ورسره ملګری وو ترڅو چي هغه خپل ځای ته رسیدی هغه که هرځای وو کور، کلی خو ورسیدی، او بې بتۍ یې مزل وان یې پریښوی او دی بیا په تیاره کي سو، تبعاًبه یې بیا دپخوا په څېر سرعت کم سوی وي، ځکه چي زه بیا ورته را ورسیدلم او دی مي بیا په رڼا کي له ځان سره ملګری کړ او خپل ټاکلي هدف ته ورسیدولو.

هدف:

هیڅکله د چا ښه مه هیروئ. هغه ملګری، دوست یاکوم بل مسلمان ورور چي ستاسوسره یې مرسته کړي وي، قدردانی یې وکړئ کوم څه چي هغه درته ښوولي وي بیرته یې دهغه دلارې خنډ مه جوړوئ.

او بل هیڅکه دبل ناپېژنده کس په هدف کي ځانته خیر مه لټوه. او هیڅ کله دیو فردي شخص دلنډمهاله مرستې په خاطر خپل همیشنی مرسته کوونکی دوست مه هیروه.
او تل ورباندي باور کوونکی اوسئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *