تاند- د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ پخوانی سرپرست وزیر انجنیر سید احمدشاه سادات وايي، د فېسبوک ادارې د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د برحال وزیر پر ځای د ده فېسبوک اکاونټ بند کړی دی.
د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر شهزاد اریوبي پرون /شنبه/ په یوه خبري غونډه کې د فېسبوک ادارې ته خبرداری ورکړ چې که په ۶ میاشتو کې یې جعلي او نامعلوم اکاونټونه بند نه کړل، په افغانستان کې به فېسبوک منع کړي.
انجنیر سید احمدشاه سادات تاند ته وویل چې د فیسبوک د ادارې له لوري د ده اکاونټ غالباً د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د وزیر د څرګندونو په غبرګون کې بند کړای شوی دی.
ښاغلی سادات وايي، د فیسبوک اداره فکر کوي چې دی لا هم د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر دی.
ده له فیسبوک څخه وغوښتل چې خپله ناسمه پرېکړه بېرته واخلي او ژر تر ژره یې اکاونټ فعال کړي.
http://www.archive.www.archive.taand.com/archives/125916
Afsos no facebook sa da che domra warbade janjal da, nan Saba de almee aw malomatee sargandawano dapara la LinkedIn aw Twitter na kar akhestal kegee
nice sharing amazing one keep sharing nice one thanks