د افغانستان د کانونو او پیترولیم وزیرې نرګس نهان

تاند- افغانستان د پانګونې ۴۳ قراردادونه نن /دوشنبه/ په متحده عربي اماراتو کې داوطلبۍ ته وړاندې کړل.

د افغانستان د کانونو او پیترولیم وزیرې نرګس نهان په دوبۍ کې، چې په سیمه کې د پانګونې تر ټولو مهم ښار دی، د تېلو، ګازو او کانونو په برخو کې د پانګونې د جذبولو داوطلبۍ اعلان کړې.

دې له رویټرز خبري اژانس سره په یوه مرکه کې وویل:

«موږ د پانګوونکو د تشویقولو لپاره ډېر ښه پکېج لرو.»

په دې پروژو کې ۱۴ یې سترې دي چې د سیالۍ پر اساس به نړیوالو کمپنیو ته په قرارداد ورکړل شي خو نورې، چې کوچنۍ پروژې دي، د داخلي شرکتونو د پانګونې لپاره دي.

اغلې نهان وايي چې په سترو پروژو کې امریکا، اروپا او د خلیج د هیوادونو په ګډون ډېرو لېوالتیا ښکاره کړې ده.

په افغانستان کې پانګونې ته ډېر هیوادونه لېوالتیا لري خو ناامني سبب کېږي چې ډېر هیوادونه او شرکتونه پانګونه ونه کړي او یا یې په داسې شرایطو وکړي چې د افغانستان لپاره زیاته ګټه ونه لري.

د امریکا او طالبانو ترمنځ په قطر کې د سولې خبرې روانې دي خو هیڅوک نه پوهېږي چې دا خبرې به په افغانستان کې د سولې سبب شي او که به یو جنګ پای ته ورسېږي او بل به پیل شي.

د افغانستان د کانونو اوپیترولم وزیرې د امریکا او طالبانو خبرو ته په اشارې رویټرز ته ویلي«په دې کې دوې مسلې شته… حالات ممکن (نور) خراب شي او یا ممکن سوله راشي.»

د افغانستان حکومت هیله لري چې له دوه نیم تر ۷ نیم سلنه ګټه ترلاسه کړي.

حکومت د پانګوالو د تشویق لپاره ویلي چې د هغوی له تخنیکي وسایلو او ماشین الاتو څخه، چې له بهر څخه یې راوړي، مالیه او کمرګي محصول نه اخلي.

دا پروژې په ۱۶ ولایتونو کې دي او اټکل کېږي چې تر راتلونکي کال پورې د هغو په ابتدايي سروې او استخراج ۱۰۰ ملیون ډالره ولګېږي.

د کانونو او پیټرولیم د وزیرې په وینا قراردادونه به په ۶ میاشتو کې ورکړل شي او په هره پروژه باید د ۴ او ۶ میاشتو ترمنځ کار پیل شي.

د کانونو او نورو ساحو، چې پانګونه پکې کېږي، د ساتنې لپاره د افغانستان عامه ساتندوی ځواک ګومارل کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *