تاند- پیټ بټیګیګ، چې په افغانستان کې یې د پوځي خدمت دوره تېره کړې، د دیموکرات ګوند له لوري ولسمشرۍ ته د ځان د کاندیدولو لپاره هلې ځلې پیل کړې.

بټیګیګ (Pete Buttigieg) له ۲۰۱‍۲ څخه د انډیانا ایالت د سوت بینډ ښار ښاروال دی. ده د ښاروالۍ په موده کې ۷ میاشتې رخصتي واخیسته او د پوځي صاحب منصب په توګه یې په افغانستان کې پوځي خدمت وړکړ.

د ښاروالۍ په موده کې یې د سوت بینډ صنعتي ښارګوټی، چې له اقتصادي ستونزو سره مخامخ و، په پښو ودراوه.

ده په سوت بینډ کې په یوه غونډه کې اعلان وکړ چې ولسمشرۍ ته ځان کاندیدوي. ده ځان د زریزې د نسل ږغ وباله.

تراوسه پورې د دیموکرات ګوند ۱۸ غړیو د ولسمشرۍ د انتخاباتو د کاندیدانو په توګه لپاره خپل نومونه ثبت کړي دي.

ګوند به د ۲۰۲۰ کال په پیل کې له یو لړ سیالیو وروسته کاندید غوره کړي.

د امریکا د ولسمشرۍ انتخابات د ۲۰۲۰ په دسمبر کې کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *