ژوند له سختیو برسېره له خوښیو هم ډک دی. که چیري خپل راتلونکي ته ښه سوچ ووهو نو بیا کولای شو چې څنګه پر مخ ولاړ شو او څنګه ژوند له سختیو نه د خوښیو پر لور یو سو.
د ښه ژوند برابرولو لپاره تر ټولو اړین څه اقتصادي قوت دی. بریالي ښځینه او نارینه په خپل ژوند کې له ډېری شمېر تجربو څخه تیرېږي چې دوی په کې له ستونزو، خنډونو، زیانونو تر دې چې له ماتي سره هم مخ کیږي.
خو دغه خلک نه په شا کیږي او مخ پر وړاندې مزل کوي چې همدغه کار دوی د بریا په لور بیایي. که چیري کوم شخص و غواړي چې د بریا په خوند پوه شي نو د ناکامۍ څکه دي یو ځل وکړي چې ژوند یې د خوښیو ټولګه شي.
که بریالي خلک کله هم له ناکامۍ سره مخ کیږي نو دوی د نورو ناکامو خلکو په څېر یو بل ډول غبرګون ښیي، هغوی ناکامۍ ته ډېره پاملرنه نه کوي. که چیري کوم بریالی شخص ناکامي له ذهنه وغورځوي نو د مغلق خپګان سره به مخ شي او بیا به د خلاصون لپاره ورته کومه نږدې لار نه وي. یوه اسانه پوښتنه ده چې تاسو به د خپل اقتصادي ژوند پلان جوړولو ته څومره وخت ورکړئ او تاسو به د اقتصادي پلوه څومره ډاډمن شئ؟ ډاکټر تهامس سټینلي له زرګونو هغو بریالیو ښځینه او نارینه وو سره مرکې کړي دي چې د خپلي خوارۍ له امله میلونران شوي دي. تهامس دې پایلي ته ورسېد چې دغه خلک ډېری وخت د خپل اقتصادي ژوند د ښه کولو په فکر کې تېروي. خپل د ژوند هر اړخ او شېبې ته ژور فکر وکړئ. پر هغه لار قدم کیږدئ چې ستاسو د پرمختګ لپاره اړینه او تاسي تر بریا رسوي. یو اړین څه چې تاسي خپل د خوښي له ژوند څخه برخمن کوي هغه دا دي چې د آمر خبرو ته لبیک او زحمت وګالۍ.
د آمر خبرو ته لبیک په دې مانا نه چې هغه تاسو ته هرڅه وایي تاسي به یې منئ که هغه قانوني وي یا غیري قانوني بلکي تاسو د هغه قانوني کړنو ته لبیک ووایاست. که غواړئ د بریا تر پولو ورسیږئ نو زیات کار وکړئ. کوم کار چې تاسو ته درسپارل شوی وي تر هغه هم زیات کار وکړئ.
په کوم دفتر کې چې تاسو کار کوئ نو همغه دفتر کې چې کوم همکاران له تاسو سره کار کوي له هغو سره مرسته وکړئ. په دې سره به تاسو پرمختګ وکړئ ، د خوښیو نه به ډک ژوند ولرئ ، یو بریا وړونکی شخص به اوسئ او خپل راتلونکي ته به مو خواري کښلې وي چې تر څو ښه راتلونکی ولرئ.