له یوه خارجي سره یوه افغان بحث کاوه. هر یوه د خپل هیواد ستونزې او ښیګڼې بیانولې بحث ښه تود روان دی او موږ يي هم د زړه په غوږو اورو.

ښه نو څه يې ویل؟

افغان د خپل ملک له حالاتو او سیاسي او ټولنیزو ستونزو څځه ګیلې کولې. ویل يې د دې ستونزو حل ماته نا ممکن ښکاري.

ولي درته نا ممکن ښکاري. په ستونزو مه ږغیږه په ریښو يې وږغیږه، علتونه يې پیدا کړه، علتونه يې له منځه یوسي ستونزې خپله له منځه ځي. که تاسو ته د خپلو ستونزو عوامل معلوم نه وي او غواړئ چې ستونزه حل کړئ مطلب يې دا دی چه کب له لکۍ څخه نیسئ.

کب څنګه له لکۍ څخه نیسو؟

یو متل دی چې وايي که نه غواړئ چې کب ونیسئ نو تر لکۍ يې ونیسئ. تاسو هم که نه غواړئ چې ستونزې مو حل شي عوامل يې مه لټوئ او یوازې خپل زړه په ګیلو او شکایتونو ستړي کوئ. د ستونزو حل د هغو د ریښو په موندلو سره کیدای شي او ډیر اسانه کیدای شي.

زه دې په خبره پوه نه شوم

خبره اسانه ده، تاسو فکري تمرکز نه لرئ. ستاسو فکر سره پاشلی دی او کله چې یو کار کوئ فکر مو بل ځای وي، همدا علت دی چې تاسو کارونه په سمه توګه نه ترسره کوئ. په هره خبره جګړه کوئ او خپل ملک مو په جګړو وران کړی دی.

زموږ ملک ستاسو له لاسه وران دی. زموږ ملک ټول خارجیانو وران کړی دی. دا اور ټول خارجیانو بل کړی دی او د دې اور په لمبو ځانونه تودوي. تاسو اوبه خړوئ او کبان نیسئ (Divide and Rule )، او موږ ارام ژوند ته نه پریږدئ.

ما درته وویل چې ګیلې او شکایتونه ستونزې نه حل کوي. تر ټولو اسانه کار د بل چا ملامتول دي او تر ټولو ګران کار د ځان اصلاح کول دي.  تاسو کوښښ مه کوئ چې د خپلو ستونزو په خاطر نور ملامت کړئ. راشه یو مثال به درکړم، که ستا د خولې خوند خراب وي نو د ټولې نړۍ او تر ټولو خوندورې غذا ګانې به درته بې خونده ښکاري. نو دلته تاسو نه شئ کولای چې ووایاست د ټولې نړۍ خواړه بې خونده او یا حتي بد خونده دي. تاسو نه شی کولای د خوړو په بدلولو سره د خوړو خوند سم کړئ ځکه هغه شی چې تاسو د خوړو خوند ورباندي معلوموئ (خوله، ژبه) خراب دي. دا مثال د ملګرتیا په اړه هم ښه صدق کوي که تاسو له خپلو ملګرو، د دفتر له همکارانو او یا هم په کور- کلي کې له ډیرو خلکو سره ستونزه لرئ نو تاسو نه شئ کولای هره میاشت/کال ملګري بدل کړئ، په دې توګه تاسو هیڅ ښه ملګری نه شئ موندلای ځکه ستونزه په تاسو کې ده، ستاسو په چلند او خیرو کې ده په خلکو کې نه ده، که څه هم تاسو ته ټول خلک ملامت او ځان سلامت ښکاري خو تر څو چې ځان اصلاح نه کړئ او یا هم د خپلې خولې خوند سم نه کړئ نه به سم ملګري ومومئ او نه به هم خوندور خواړه پیدا کړئ. نو ښه خبره دا ده چې اول ځان اصلاح کړئ له انتقادونو او نیوکو تیر شئ، ټول خلک مه ملامتوئ او خلک مه مجبوروئ چې ستاسو صفت وکړي. چې خبره به را لنډه کړو تاسو باید شخصیت جوړ کړئ نه شهرت. ستاسو شخصیت تر شهرت ډیر مهم دی ځکه شخصیت ستاسو اصلیت څرګندوي او شهرت یوازې ستاسو بازاري رنګ خلکو ته ښيي.

ته ولله ډیرې پخې خبرې کوې او ماته ډیر کافر سړی ښکاره شوې. خو عقیدوي کافر نه درته یادوم بلکې دلته کافر د نامي (غښتلي او زورور) په معنا دي.

ستاسو تر کافر پوري یوه بله کیسه رایاده شوه. کوچیانو جومات ته نوی ملا نیولی و او غوښتل يې ملا خپلو خلکو ته ښه په نره معرفي کړي. ملا له سهاره له ملک صاحب سره په جومات کې ناست و. هر سړی چې به راغی ملک به د ملا صفت ورته شروع کړ چې داسي کافر ملا مې راوستی دی، داسي کافر اذان کوي. ملاصاحب ته ونیسه یو اذان ورته وکړه. ملا له سهاره تر مازدیګره اذانونه وکړل اخر يې اواز ولوید (ستونی يي وچ شو) او له کلي وتښتید. تاسو خلک تښتي ته مجبوره کوئ او غل تر کوره ځغلوئ چې دا ډیر خطرناک عادت دی.

که څه هم دا خبره ستاسو له کلتورسره نه لګیږي خو ډیر عملي او ښه مثال دی او زه يې باید تاسو ته ووایم. ځکه همدا ستاسو د فکر د پاشلتیا عمده علت دی. تاسو هیڅ شی په خپل ځای کې نه ږدئ.

څنګه شی په ځای کي نه ږدو؟

مثلا تناسلي اله خپل ځانګړی ځای لري چې باید هلته وکارول شي خو تاسو يې په سر کي ږدئ.

غلی شه د کافر بچیه چټیات مه وایه تناسلي اله هم چا په سر کې ایښې ده. لکه چې ښه زوروه نیشه دې کړې ده ځکه اپلتې وايې.

نه، نه مې نیشه کړې او نه د کافر زوی یم. که لږ وخت راکړې، حوصله وکړې او غوږ راته ونیسې نو زه به خبره درته واضح کړم. تر داده مې پریږده ځکه نوم مې خدای نه بلکې خدایداد دی. زه به خپله خبره په یوه مثال کې درته واضح کړم.

 ستاسو په جامعه کې چې څوک ځوانیږي نو سل فکرونه ورسره پیدا کیږي او تر ټولو غټ فکر او تشویش يې دا وي چې خپله تناسلي اله چیري وکاروي (کښیږدي). د دې سړي ټول افکار (ټول سر) تناسلي الې نیولی وي. ځکه زه درته وایم چې تاسو تناسلي اله په سر کې ایښې ده او ستاسو تول فکر همدې د هاوان ګولۍ خراب کړی دی. خو موږ خپله تناسلې اله په اصلي ځای کي استعمالوو او نور خپل کار ته وزګار یو او کار په ښه توګه تر سره کوو.

اوس دې چټيات شروع کړه قسم په خدای که خلک در خبر سوه دومره دې وډبوي چې که دې د خپل کلي سپي وپیژني. موږ خو دې ملګري یو څه نه درته وایو خو پام کوه چې دا خبرې بل ځای ونه کړې. خلک دې وژني او سیده دې دوزخ ته استوي.

ګوره په وژلو، وهلو سر پري کولو ستونزه نه حل کیږي. تاسو تر اوسه هم هغه کارونه کوي چه د هغه وخت جاهلانو کړي وو. ګالیله ته يي وویل چه داسي مه وایه چه مځکه ګرزي که نه وژنو دي. هغه ورته وویل چه زما په وژلو خو د مځکي حرکت نه دریږي. که زه مړ یم که ژوندي مځکه ګرزي. که ستاسو خلک هم ما وډبوي او یامي ووژني حقیقت نه شي بدلولاي. تاسو یوازي ځان تیرباسي او د ځان تیر ایستلو ته خوشحال یاست او داسي فکر کوي چه حقیقت مو بدل کړي دي. ددي پر ځاي د حقیقت د بدلولو ناکامه کوښښ وکړي ښه به دا وي چه ځانونه بدل کړي تر څو د حقیقت منلو ته چمتو شي.

ډیر داسي مثالونه شته چه په کراتو مراتو ستاسو تیروتني ښیې خو تاسو له خپلو تیروتنوڅخه هیڅ شي نه دي زده کړي. همدا علت دي چه دنیا هم ستاسو له ملک او خلکو څخه د یوه لابراتوار کار اخلي او خپلي ازمویني درباندي کوي. په معقولو خلکو ازموینه کول سخت دي خو دا چې تاسو په ځلونو تر تجربو لاندي نیول کیږي ستاسو د عقل نقصان ښیې. له پیړیو پیړیو همدا پیران، ملایان او تبلیغیانو تاسو تیرباسي، تاسو جنت ته استوي او تاسو ته داسي خوب در ویني چه تعبیر يي ددوي په لاس کي دي. ته پوهیږي چهې سړي ټول شیان نه شي تجربه کولاي او باید  د نورو خلکو له تجربوڅخه زده کړه وکړو. اها فکر مي نه وو دا کار خو عقل غواړي، هغه څه چې له تاسو سره نشته.

تا خو په رښتیا هم موږ بی عقل ثابت کړو، او زه ستاسو خبري تایدوم چې په زموږ غلط فکر زموږ د ټولو بدیو مسول دي. د ده خبره غلطه ده چه ویل يي د خلکو مخکي دا خبري مه کوه، زه خو وایم چې خلک باید په ټولو حقایقو خبر سي او بیا پریښودل شي چې خپله پریکړه پخپله وکړي. هغه پریکړه چې د معلوماتو په رڼا کي وي سمه پریکړه وي. خوکه موږ خلک په تیارو کي وساتو نو بیا ددي خلکو په ټولو مصیبتونو کي شریک یو.

یاره شرایط خراب دي، ستاخبره سمه ده ته يي نه ویني چې هره ورځ خلک د همدي خبرو په خاطر وژل کیږي او څوک چې رښتیا وايي ژوند يي تریخیږي. زه ځکه ورته وایم چې باید احتیاط وکړي او خپل ژوند په خطر کي وا نه چوي.

د خلکو پوهول او د هغوي فکر روښانول ډیر عظیم کار دي او ټولني لومړني حق همدا دي چه پر موږ يي لري. موږ چې څومره پوهیږو په هماغه اندازه باید خلک وپوهوو. او که خلک په مصیبت کي وي هو موږ ورته ګورو نو د سعدي صاحب خبره ګنا است.

اگر دیدي که نابینا  است و چاه است- خاموش ایستادن گناه است و گناه است و گنا است

د اپریل ۱۵ کال ۲۰۱۹ کابل

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *