واک ته د ټرمپ له رسيدو سره سم د هغه له لومړنيو کارونو او له کمپايني شعارونه مالومه شوه چې دا سړی نور له نړيوالې جګړې خپل لاسونه لنډول غواړي او خپل هیواد ته ډیره پاملرنه یې نیت کې ده، د “مېک امريکا ګريټ اګين” له شعار څرګندیدل چې په ولسمشر ټرمپ کې به ژر د سوداګر ټرمپ خويونه را څرګند شي او ډير تاکيد او ټينګار به يې پخپل اقتصاد او د سوداګرۍ پر پرمختګ وي.
هغه د سیمې او په ځانګړې توګه افغانستان کې د خپلو ځواکونو لپاره سټراټيژي جوړه کړه او دغه سټراتيژي يې د سويلي اسيا هيوادونو لپاره د امریکا سټراټيژي تر سرليک لاندې اعلان هم کړه. له سوريې د خپلو ځواکونو ويستل، پر افغان اتلس کلنې جګړې له پانګونې نارضايتي ښودل، شمالي کوريا ته د ملګرتيا لاس غځول او پر چين او ايران د سوداګريزو بنديزونو لګول ددې نښه وه چې د ټرمپ پاليسي د جګړې لور ته مايله نه ده او يوازې پر ځان بسيا کيدل، سوداګريزه پراختيا او د يوه سياسي قدرت ترڅنګ د يوه سوداګريز زبرځواک هيواد په توګه د امريکا معرفي کول و، او دا د “ولسمشر ټرمپ” په پرتله د يوه “سوداګر ټرمپ” ډيره غوښتنه وه. اخوا د چين او هند د پياوړي او په نړيوالو سوداګريزو هيوادونو ددغو هيوادونو بدليدل هم يوه ويره وه چې د ټرمپ لپاره يو راتلونکی سرخوږی و.
ټرمپ پر جګړې د نه پانګونې په موخه او له سويلي اسيا د خپلو ځواکونو د ويستلو په موخه ژر د خپلې اعلان کړې سټراټيژۍ نقشه خوره کړه او لاس په کار شو ، د سويلي اسيا هيوادونو لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت سلاکارې اېلس ويلز، پاکستان او افغانستان او د سيمې هيوادونو ته سفرونه پيل کړل او دلته يې بار بار په دې تړاو له خپلو قوماندانو سره مجلسونه وکړل.
د ټرمپ د واکمنۍ له پيل سره له ټرمپ نيولې تر کوچني قوماندان پورې چې په افغانستان کې جنګيدل، د ټولو په خولې همدا يوه خبره وه چې افغان جګړه نوره ستړې کوونکې ده، هغوی نور نه غواړي چې جګړه وکړي او دغې جګړې ته يې د پيچلې ، ناکامې او اوږدمهالې جګړې نومونه ورکړل.
ولسمشر ټرمپ پخپلو مرکو او ناستو کې په کراتو په افغانستان کې له ترهګرۍ سره له جګړې سرټکولی او پر دې جګړې پانګونه يې کم عقلي او بې ځايه لګښت ياد کړی. ټرمپ سپينې ماڼۍ ته له ننوتلو وروسته د خپلو ځواکونو د راټولولو پلان په سر کې درلود او پر عملي کولو کې يې بيړه ښوده خو د سيمې حالات او د سيمه اييزو هيوادونو د پاليسو تقاضا او خپله څو کلنه سټراټيژي يې د پلي کيدو پر وړاندې خنډ جوړيده او د پلان عملي کول يې ټکني کول.
ټرمپ له ګڼو سياسي ناندريو وروسته د افغانستان لپاره د سولې ځانګړی استازی وټاکه او هغه داسې يو کس و چې په ډيرو سختو جګړو کې د امريکا يو بريالی ډيپلوماټ پاتې شوی و چې ددې لوبې ښه لوبيدل لوبغاړی، زلمی خليلزاد و. د ټرمپ پر وړاندې د خليلزاد بل مثبت ټکی دا و چې دغه افغاني الاصله امريکايي ډيپلومات د هغه ګوند غړی دی چې ټرمپ يې په غړيتوب ولسمشرۍ ته رسيدلی او هغه د امريکا د جمهوري غوښتونکو ګوند دی.
خليلزاد پخپلو خبرو او مرکو کې و ويل چې د سولې لپاره په ډيره بيړه کې دي ځکه “سوداګر ولسمشر” پر دې جګړې پانګونه د ځان او خپل ولس لپاره تاواني لوبه بولي او نه غواړي چې تر دې زيات په دې جګړه کې ښکیل پاتې شي.
اوس دوه لوري دي چې یو په شفاهي ډول او بل لوری په حقیقي توګه د افغان سولې غوښتونکی دی، لومړی لوری امریکا ده چې څو ځل یې د سولې د استازي په خوله د جګړې پای ته بېړه ښودلې او دویم لوری افغان ولس دی چې په رښتینې ډول نور له دې جګړې او مرګ ژوبلې ستړی دی او سولې ته تر بل هر وخت ډير په تمه او لیواله دی.
اوس دا څرګنده ده چې امریکا نور ددې جګړې پای غواړي او سوله یې یو ښه بدیل کیدای شي چې د افغان ولس د بدبختیو او له جګړې خلاصون ته به هم لار هواره کړي. هغوی چې د دې بهیر پر وړاندې بې پروا او بې تفاوته غبرګون ښيي او بیغمه دي، که د لومړي لوري بیړه په پام کې نه نیسي نو د دویم لوري غوښتنو، زاریو او در به دریو ته دې وګوري. هغوی که په حکومتي موقف کې دي او که د سیاسي ډلو غړي دي، ټول باید د سولې لپاره خپلې هلې ځلې ګړندۍ کړي او په بیغمه زړه دې نه کیني. هغوی باید په دې پوه شي چې موږ له څلویښتو کلونو وروسته دا فرصت موندلی او که له لاسه مو ورکړ نو بیا به څلویښت کلونه نور انتظار باسوو.
موږ باید یا د دوه نورو نسلونو قربانۍ ته چمتو شو او یا له لاس ته راغلې موقع ګټه پورته کړو او سوله تر هرڅه غوره لومړیتوب وبولو.