۲۶/۱/۱۳۹۸
داسې ویل کیږي چې افغانانو د سلګونو کلونو را پدې خوا د خپلو سیمو د ستونزو د حل لپاره ځانګړې سیستمونه درلودل چې وخت پر وخت به یې ستونزې څارلې او د حل لارې به یې ورته موندلې، چې دغه سیستمونه د جرګو په نامه یادیدلې؛ جرګې معمولا ډیرې پراخې او ټولشموله سیستم وي چې د ټولنې د هر قشر څخه پکې استازي شامل وي تر څو وشي کولای د شخړو د هوارۍ لپآره بنیادي لاره هواره کړي، افغاني فرهنګ، دود او دستور ته په کتو زمونږ په ټولنه کې جرګو ښه او موثر رول اداء کړی او ولسونه یې د سترو غمیزو څخه ژغورلي. زمونږ د ټولنې ستونزو ته که نظر واچول شي د ستونزو ډیری ريښې په ټولنه پورې تړل کیږي چې د حل لار یې یوازې د جرګو او مرکو له لارې موندلای شو.
افغانان په جرګو او مرکو ډیر باور لري او د قدر په سترګو ورته ګوري؛ علت یې دا دي چې د جرګو غړي په بې طرفه توګه د ستونزو عمق ته ننوزي او په بې پرې توګه د ستونزو اړخونه تر خپلو څیړنو لاندې نیسي او داسې پریکړې کوي چې هیڅ طرف ته پکې زیان ونرسیږي، کچیرې جرګې او مرکې د ستونزو د حل په جریان کې طرف واقع شي نو بیا یې پایلې یو لوري ته هم د قبول وړ ندي او د جرګې غړي هم زیار باسي تر څو ددوي فیصلې طرف واقع نشي، د دوه متخاصمو ډلو تر مینځ سوله او روغه جوړه د جرګې له لارې صورت مومي تر څو شخړې او جنجالونه په خپل نوعیت کې پرمختګ ونکړي او د انساني تلفاتو څخه پکې مخنیوی وشي.
تاریخ دا هم په ډاګه کوي چې زمونږ په ټولنه کې جرګې مختلف ډولونه لری لکه د قوم په کچه، د ولسوالیو په کچه او د ولایاتو په کچه په غټه او وړه کټګورۍ کې دغه جرګې موجودې وي او د یوه ارګان په څیر یې د ستونزو څخه نظارت او د حل لپاره بوختې وې، له تاریخي پلوه زمونږ په ټولنه کې د جرګو فعالیت یوازې د کلیو او ولسوالیو په کچه نه وه بلکې ډیرې سیاسي او ټولنیزو بدلونونو لپاره هم ور څخه ګټه پورته کیده د بیلګې په ډول د حکومت د ښه مدیریت او رهبري کولو په موخه به جرګو د حکومت لپاره زعیم ټاکه، زمونږ په هیواد باندې د نورو هیوادونو د یرغل په صورت کې به جرګو ولسونه د دفاع لپاره آماده کول، د اقتصادي ستونزو د مخنیوي په خاطر به یې حکومت ته مشورې ورکولې، د ټولنې د پرمختګ او سوکالۍ لپاره به یې له حکومت څخه د ښوؤنیزو او روزنیزو بنسټونو د رغولو غوښتنه کوله، د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو سره د اړیکو لپاره به یې د حکومت تر څنګ دریدل او داسې نورې مهم فعالیتونه ول چې د جرګو له لارې به تنظیمیدل.
د جرګو جوړښت اکثره د ټولنې هغه مخور اشخاص وي چې په ټولنه کې د اثر او رسوخ تر څنګ د ټولنې څخه ښه تحلیل ولري، په ټولنه کې یې ژوند تر سره کړی وي، خبرې یې د تاثیر څخه برخمنې وي، په ټولنه کې د نفوذ خاوندان وي، د ټولنې د پرمختګ لپاره ښه فکر ولري او خاصتآ د قومونو او خیلونو مشران ددغې ګټګورۍ اصلي ممثلین دي.
دا چې متن را څخه اوږد نشی نو را ځم اصلي موخې ته چې د جرګو لپاره زمونږ ټولنه ډیره اړتیا لري ځکه اوسمهال زمونږ په هیواد کې د شخړو تر څنګ ډیرې داسې ناخوالې موجودې دي چې باید د حل لارې چارې ورته ومندل شي او مونږ د نورو هیوادونو په څير د پرمختګ او سولیز چاپیریال کې د ژوند ورځې او شپې تیرې کړو، مونږ هر څه لرو خو سوله نلرو کچیرې سوله وي نو زمونږ نور بنسټونه پخپله وده کوي؛ زمونږ ټول ارزښتونه د جګړو له امله د نابودۍ سره مخامخ دي په اوس وخت کې مونږ یوازې سولې ته اړتیا لرو. زمونږ ګاونډي هیوادونه چې د زیږیدلو عمر یې زمونږ د جګړو همزولي دي خو بیا هم زمونږ څخه په هر اړخیزه توګه مخکې دي، اقتصادي او سیاسي حالت یې د پرمختګ په حالت کې دی، نسلونه- نسلونه یې په سولیزه فضاء کې ژوند کوي، نوي نسلونه یې په ښوؤنه او روزنه بوخت دي، خو زمونږ د ژوند تصویر بیا بل ډول دي زمونږ دوه نسلونه په جګړو کې را لوي شوي او دریم نسل مو هم د جګړو په حالت کې را لویږي، زمونږ غني هیواد اوس فقیر دي او د نورو له مرستې پرته ژوند ورته ګران دی، زمونږ بنسټونه نړیدلي او مونږ اړ یو چې حتی خپل خوراکي له نورو هیوادونو څخه وارد کړو، دلته د ژوند تعریف د افغانانو له لاسه وتلی او ټول په شک او تردید کې د ژوند شپې سبا کوي.
جګړو میندې بورې کړي، خویندې یې کونډې کړي او ماشومان یې یتیمان کړي او مونږ یې د رواني ناروغیو سره مخ کړي یو خو پوښتنه داده چې مونږ افغانان به تر کومه په دا ګرمه جګړه کې قرباني کیږو؟
ټولې ستونزې د حل معقولې لارې لري د افغاني شخړو د حل یوازینۍ لار سوله ده، سوله کولای شي چې مونږ له دې ټولو بدبختیو څخه وژغوري، خو دا چې سوله څنګه راځی او په څه ډول راځي دا هغه پوښتنه ده چې یو واحد نظر ته ضرورت پیښیږي، د افغانانو واحد نظر لپاره اړینه ده چې د سولې مشورتي لویې جرګې ته مخه شي او د هیواد د راتلونکې سیاسي وضیعت پر هر اړخیز ډول تر څیړنو او مطالعې لاندې ونیول شي؛ زمونږ ځينې هیوادوال د مشورتي لویې جرګې د جوړیدو په هکله حتما ځينې پوښتنې لري او د ځواب غوښتونکي یې دي.
د سولې ملي مشورتي جرګه به د روان ۱۳۹۸ کال د کب یا ثور د میاشتې په ۹ نیټه د لویې جرګې په خیمه کې جوړيږي چې د ټولنې له ۲۵ مختلفو ګټګوریو څخه به پکې له۲۸۰۰ څخه زیات استازي ګډون کوي او په هیواد کې به د تلپاتې سولې ته د رسیدو، د جګړو د ختمیدو، د طالبانو له تحریک سره د خبرو اترو په څرنګوالي به بحث کوي. دا چې له طالبانو سره د سولې موافقتنامې به کوم قیمت ورکړي؟ تر اوسه ملت یوازې ملت د سولې قیمت اداء کړی نو سیاسي احزاب، طالبان او حکومت هم باید د سولې قیمت ورکړي نو دغه قیمت به په کومه اندازه وي په همدې جرګې کې به ورته د حل لارې چارې لټول کیږي.
په ټول هیواد کې د جرګې د غړیتوب لپآره په سولیزه فضاء کې ټاکنې تر سره شوې او د ټولنې د ټولو اقشارو څخه په کې استازي د ولایتي شورا له لوري او د والي تر څارنې لاندې په منظم ډول سره وټاکل شول او مرکز ته یې لیستونه راورسیدل. تر څو یې ورته د جوړ شوي میکانیزم پر اساس د جرګې لپاره د غړیتوب زمینه برابره شي.
دا چې سږنی ۱۳۹۸ کال د سولې کال نومول شوي او ټول افغانان په سوله اجماع لري نو پکار ده چې له دې جرګې څخه د سولې په برخه کې په سمه توګه استفاده وشي او هغه مشورې چې د جرګې له بطن څخه په لاس راځی د ټول افغانستان اصلي دردونه او د حل لارې دي او د سولې په روان بهیر کې دې ور څخه استفاده وشي. مونږ ټول افغانان چې د جګړو اصلي قرباني یو او هره ورځ خپل ځوانان له لاسه ورکوؤ نو پکار ده چې د سولې هر غږ ته لبیک ووایو او ملاتړ ورڅخه وکړو مونږ ددې نړۍ وروسته پاتې ملت یو باید خپل تقدیر بدل کړو او د یاد بهیر په تقویه کې کولو کې نهایتآ کوښښ وکړو.