د وري، حمل ۲۷ مه ۱۳۹۸
خبریال: رفيع الله مندوخېل، اسلام اباد
د کوټې په هزاره مېشته سیمه کې د هزاره توکمه شعيه مسلمانانو احتجاج يا پرلت، چې د هزارګنجي له خونړي بريد وروسته پيل شوی وو، په داسي حال کې پای ته رسېدلی دی.
دوی وروسته له دې احتجاج پای ته ورساوه چې د دې هيواد د کورنیو چارو مرکزي وزير شهرياراپريدي، د مرکزي پارلمان مرستيال رئيس قاسم خان سوري او د بلوچستان اعلی وزير جام کمال احتجاج کوونکيو ته د بشپړ امنيت ډاډ ورکړ. د پاکستان ولسمشر ډاکټر عارف علوي هم د سې شنبې په ورځ کوټې ته راغی او د هزاره ګانو د اتحاديې له مشرانو سره يې ولیدل.
په احتجاجي کمپ کې هزاره ځوانان، مېرمنې او ماشومان له تېرو څلورو ورځو راهيسې د دې لپاره رايوځای شوي وو، چې ورته د ژوند کولو حق ورکړل شي، او غوښتنه يې وه، چې صدراعظم عمران خان به له کمپ څخه ليدنه کوي.
د دوشنبې په ورځ د پاکستان د کورنيو چارو مرکزي وزير شهرياراپريدی د هزاره ګانو احتجاجي کمپ ته ورسېد او دوی ته یې ډاډ ورکړ، چې د امنيت ساتلو غم به يې وخوړل شي.
نوموړي ويلي، چې ترهره ګري د ټول هيواد ستونزه ده، په خبره يې بايد موږ ټول يې د له منځه وړلو لپاره يو موټي شو. اپرېدي د وژل شويو له کورنيو سره هم غمرازي څرګنده کړه.
خو په احتجاجي کمپ کې ناسته مدني فعاله جليله حيدر بيا وايي، چې په کوټه کې له تېرو دوو لسيزو راهيسې د بې ګنا هزاره ګانو وينې تويېږي او پر هزاره ګانو تراوسه شاوخوا شپږ سوه بريدونه شوي دي. چې په پايله کې يې شاوخوا دوه نيم زره هزاره ګان وژل شوي دي. زرګونه ميندې بورې، مېرمنې کونډې او ماشومان يتيمان شوي دي. خو دوی ته له ډاډ پرته کوم څه نه دي ورکړل شوي.
د هزاره ګانو احتجاج وروسته له هغه پيل شوی، کله چې د تېري جمعې په ورځ د کوټې په شمال کې پرته په هزارګنجي سيمه کې د سبزيو او مېوو په منډۍ کې انتهاري بريد وشو او په نتيجه کې يې د اتو هزاره ګانو په شمول شل تنه ووژل شول او اته څلوېشت نور ژوبل شول. د بريد مسووليت د اسلامي دولت وسله واله ډلې منلی وو.
د بشري حقونو کميسيون تېرکال په يوه خپاره شوي راپور کې ويلی وو، چې له مېلادي کال ۲۰۱۲ بيا تر ۲۰۱۷ پوري په تروريستي بريدونو کې شاوخوا پنځه سوه هزاره ګان وژل شوي او څه د پاسه شپږ سوه نور ژوبل شوي دي.