د بټي کوټ ولسوال په مشرۍ مسؤلینو د مخورو سره د سیمې امنیت ساتلو او نورو مهمو موضوعاتو په اړه غونډه وکړه .
ننګرهار ولایت بټي کوټ ولسوالۍ مقام کې د ولسوال عبدالوهاب په مشرۍ امنیتي او ملکي مسؤلینو د یادې ولسوالۍ د مخورو سره د امنیت تامین،غصب مخنیوي او یو شمیر نورو برخو کې د همکارۍ په موخه غونډه وکړه .
د ولسوالۍ مسؤلینو ته مخورو د خبرو پر مهال ډاډ ورکړ،چې په ټولو برخو کې به همکار اوسي او د امنیت تامین لپاره به د امنیتي ځواکونو سره اوږده په اوږده د مخالفینو سره وجنګیږي.
مسؤلینو په جلال اباد ښار کې د بې نظمۍ د مخنیوي او خلکو ته د ستونزو د حل په موخه د شپې ناوخته د ښار بېلابېلو سیمو څخه لیدنه وکړه .
د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل په هڅو په جلال اباد ښار کې د نظم د رامنځته کېدو په موخه تر ټولو لومړی اقدام په دې ښار کې د خپلسرو هډو د مخنیوي او ریکشاوو ته د حدوداتو د مالومیدو په برخه کې وشو،چې د یادې چارې د بشپړیدو وروسته به د ښار د نظم په موخه ګڼ شمیر نور اقدامات ترسره شي.
په همدې موخه د جلال اباد ښاروال ریاض الله درمل په مشرۍ ټاکل شوي د ښاري نظم کمیسون غړو،چې په کې د امنیت امر،د ملي امنیت ښاري او ترافیکو مدیرانو او یو شمیر نورو شتون درلود،تېره شپه د ښار د بېلابېلو سیمو څخه لیدنه وکړه .
په پلو او عامه لارو کې د لاسي پلورونکو مخنیوی،څلور لارې د ترافیکو پرمخ پرانیستل،په ځینو سیمو کې پاتې د خپلسرو هډو ویستل او یو شمیر نورو هغه موضوعات وو،چې د دې لیدنې پر مهال مسؤلینو پرې بحث وکړ.
جلال اباد ښاروال ریاض الله درمل وایي،لاسي پلورونکو او نورو ته یې د لارو او عامه ځایونو د خلاصون په موخه مشخص ځایونه په ګوته کړي،چې د امنیتي ځواکونو له لورې ورته اصلي ځایونو ته د یادو پلورونکو د انتقال په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.
د یادونې وړده،چې د اوږده ځنډ وروسته د جلال اباد ښار د ګڼ شمیر جادو ترافیکي اشارې فعاله شوي دي .
د بهرنیو انجینرانو په مرسته د درونټې اوبو برېښنا تولید دستګا تخیکي ستونزه حل شوه .
ننګرهار ولایت د برېښنا ریاست له لورې د ډرونټې اوبو برښنا توليدي دستګاه لومړۍ نمبر ماشين چې د مودې را پديخوا يې تخنيکي ستونزه درلوده،د دې ستګاه د تخنیکي کارکوونکو لخوا د روسي انجینرانو په مرسته په اساسي ډول حل شوه .
د رغونې دغه چاري ماشين ته د سترو تخنيکي ستونزو د مخنيوي لپاره په لار اچول شوي وې.
د ننگرهار برېښنا عملياتي مرستیال حامد قريشي د چارو د ليدني پر مهال اړونده مسولينو ته په خپل وخت د چارو بشپړيدو او معياري کار لارښوونې وکړې .
ټاکل شوې د یادې ستونزې په حل کېدو سره د اوړي په موسم کې د برېښنا په قطعه کېدو کې د پام وړ کموالی رامنځته شي .
د ګمرکاتو لوی رئیس د ننګرهار ګمرک ریاست او تورخم ګمرک مسؤلینو ته سوداګرو ته د قانون په چوکاټ کې د سهولتونو برابرولو لارښوونې وکړې .
د مالیې وزارت د ګمرکاتو لوی رئیس ارشاد پوپل چې تېره ورځ یې د یو شمیر نورو مسؤلینو په ملتیا د ننګرهار ګمرک ریاست او تورخم ګمرک مدیریت څخه لیدنه،مسؤلینو ته لارښوونه وکړ،چې د ملي عوایدو د لوړیدو،فساد پر ضد جدي مبارزې او د قانون په چوکاټ کې ملي سوداګرو ته د سهولتونو برابریدو لارښوونې وکړې.
پوپل زیاته کړه د مالیې وزارت پالیسي له مخې د قانون او اصولو په چوکاټ کې باید ملي سوداګرو ته په ګمرکي چارو کې ګڼې اسانتیاوې رامنځ ته کړي تر څو په خپل وخت او زمان خپل تجارت تر سره او د دولت ملي عواید لا لوړ شي .
هغه د خپلو خبرو په جریان کې د ننګرهار ګمرک ریس محمد عمر مومند وروستۍ لاسته راوړنې او ګمرکي اصلاحاتو څخه ستاینه او مننه وکړه وې ویل پدې وروستیو کې دننګرهار ګمرک اداره کې یو شمیر اصلاحات تر سترګو کیږي چې دا د مننې وړ دي .
پوپل د ګمرک ټولو مامورینو ته سپارښتنه وکړه چې د چارو لا سمون، د عوایدو لوړیدو په موخه دې جدي هلې ځلې تر سره کړي.
ښاغلي پوپل ټولې هغه ستونزې له ځان سره یاداشت کړي او دحل ډاډ یې ورکړ چې د مختلفو ناستو په ترڅ کې د ملي سوداګرو، د سوداګرو استاذو، او دګمرک مسولینو له لوري ورسره شریکې شوې وې.
ننګرهار پوهنتون کې څېړنيز نندارتون جوړ شو
په نوموړي نندارتون کې د هغو څېړنو پايلې نندارې ته وړاندې شوې، چې د وترنري علومو پوهنځي د وروستي کال ٧٢ تنو محصلانو له خوا په اړونده برخه کې ترسره شوې وې.
د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستيال پوهندوى ډاکتر محمد حامد کډوال د نندارتون د پرانيستې پر مهال وويل: د خوښۍ ځاى دى، چې د ننګرهار پوهنتون محصلين د نظري زده کړو تر څنګ نن ورځ عملي وړتيا هم خپلوي او د لسګونو څېړنو پايلې يې نندارې ته وړاندې کړي دي.
نوموړي وويل: څېړنې د پوهنتونونو او علمي مراکزو اساس جوړوي او پرته له څېړنو پوهنتونونه هيڅ معنى نلري.
ښاغلي کډوال د وترنري علومو پوهنځي له مشرتابه او استادانو مننه وکړه چې د دوى د هڅو او زيار په پايله کې محصلين ددې جوګه شول، چې څېړنې او تحقيقات ترسره او نندارې ته يې وړاندې کړي.
د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال پوهندوى سيد اکرم هاشمي د خپلې وينا پر مهال د وترنري علومو پوهنځي ددې بې ساري نوښت ستاينه وکړه او د پوهنتون د نورو پوهنځيو له استادانو او محصلانو يې غوښتنه وکړه، چې په خپله برخه کې دې ورته څېړنې ترسره کړي.
د وترنري علومو پوهنځي رئيس پوهنوال پيرمحمد ستانکزي د څېړنو او څېړنيزو نندارتونونو پر ارزښت خبرې وکړې او د غونډې برخوالو ته يې په اړونده برخه کې معلومات ورکړل.
نوموړي وويل: په ننني نندارتون کې د وترنري علومو پوهنځي د وروستي کال د ٧٢ تنو محصلانو څېړنې، چې په کمو امکاناتو يې د ننګرهار ولايت په بېلابېلو سيمو کې ترسره کړي، نندارې ته وړاندې کېږي.
هغه زياته کړه: د ننګرهار پوهنتون وترنري علومو پوهنځى د هېواد په کچه لومړنى پوهنځى دى، چې د لوړو زده کړو وزارت او نورو مرستندويه ادارو سره يې زياتې تحقيقي پروژې منظوري شوي، چې اوسمهال پرې کار روان دى.
د غونډې په پاى کې د پټۍ په پرې کولو سره نندارتون رسماً پرانيستل شو، چې د پوهنتون د بېلابېلو پوهنځيو استادانو، محصلانو او يو شمېر بهرنيو مېلمنو ترې ليدنه وکړه.
جلال اباد ښاروالۍ له لورې د اتمې ناحیې اړوند شاه برهان اغا زیارت ته څېرمه د غیرې قانوني چارو د ترسره کولو مخه ونیول شوه .
د جلال اباد ښاروالۍ له لورې د دې ښار اتمې ناحیې اړوند شاه برهان اغا زیارت ته څېرمه سیند غاړي په مربوطاتو کې د یو شمیر کسانو له لورې د خپلسرو جوړیدونکو دیوالونو او سنګکاریو مخه ونیول شوه .
جلال اباد ښاروال ریاض الله درمل په ټولو ښاریانو غږ وکړ،چې د غصب په مخنیوي کې له ښاروالۍ سره د خبر په ورکولو کې مرسته وکړي .
چپرهار ولسوالۍ کې د دولتزیو فضل قران مدرسې څخه د فارغو ۴۷ تنو د دستار بندۍ مراسم ترسره شول .
ننګرهار ولایت چپرهار ولسوالۍ په دولتزیو سیمه کې د دولتزیو فضل قران مدرسې څخه ۴۷ تنو فارغینو ته د دستار بندۍ مراسم ترسره شول،چې په کې د یادې ولسوالۍ ولسوال محمد صدیق دولتزي،علماؤ کرامو،مخورو،ځوانانو او ګڼ شمیر نورو برخه اخیستې وه.
د یادو مراسمو په ترڅ کې د چپرهار ولسوال محمد صدیق دولتزي له لورې فارغینو ته فارغت لیکونه ورکړل شول او ورته د فارغت دستارونه وتړل شول .
مومندرې ولسوالۍ کې د تعلیم القران والسنة په مدرسې کې د ۳۵ تنو فارغینو دستار بندۍ مراسم ترسره شول .
ننګرهار ولایت مومندرې ولسوالۍ په باسول کلي کې د تعلم القران والسنة مدرسې څخه د یوې غونډې په ترڅ کې د ۳۵ تنو فارغینو،چې په حفظ،ترجمې او ناظره برخه کې زده کړې کړې وې،د دستار بندۍ مراسم ترسره شول .
پدغه غونډه کې د ولسوالۍ اداري او سکتوری مدیرانو او د ولسوال د سلاکار سربېره په کې بېلابیلو سیمو علماؤ کرامو،قومي مشرانو او زده کوونکو برخه اخیستې وه .
ګوشتې ولسوالۍ کې د سولې ترعنوان لاندې د مکتبونو د زده کوونکو ترمنځ د لیکلو مقالو د سیالیو د لومړي پړاو لومړۍ سیالي ترسره شوه.
د ننګرهار ولایت د ګوشتې ولسوالۍ مقام له لورې د یادې ولسوالۍ د مکتبونو د زده کوونکو ترمنځ د سالم رقابت او د سولې اړوند د پاملرنې په موخه د لیکلو مقالو سیالي د لومړي پړوا لومړۍ برخه سیالي ترسره شوه .
د ګوشتې ولسوالۍ د سکتور مدیر رفعت الله مومند د ګوشتې ولسوال غالب مجاهد پیغام ولوست چې ولسونه پکې سولې او یو والي ته رابلل شوې وو.
د ګوشتې د پوهنې د مدیریت غړي استاد میراحمد د ولسوالۍ مقام د دغه نوښت ستاینه وکړه او دا یې د شاګردانو د ذکاوت او د پوهې د معلولو لپاره یو غوره اقدام وګاڼه.
ورپسې د ګوشتې د عبدالحمید مومند د ښوونځي او د اکا بابا د کلي د خویزو د مکتب ترمنځ د مقالو لوستلو سیالي شروع شوه،چې لس شاګردانو خپلې د سولې ترعنوان لاندې مقالې ولوستلې او په کې حمایت لومړی، قندهاري او مدثر دوهم او دریم مقام ترلاسه کړل.
یادو زدکوونکو ته د ولسوالۍ د مقام لخوا تیارشوي تحایف د هغوې د ��شویق په خاطر د انعام په ډول ورکړل شول.
سره رود ولسوالۍ کې د پلار او زوی له لورې پر غصب شوې یو جریب ځمکه جوړې شوې څلور دیوالۍ ونړول شوې .
ننګرهار ولایت سره رود ولسوالۍ اړوند سیاسنګ سیمه کې د قاضیانو په ښارګوټې کې د باغچه ګل او د هغه د زوی له لورې یو جریب ځمکه غصب شوې وه،چې پرې یې د څلور دیوالیو جوړولو چارې هم پیل کړې وې.
د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل په ځآنګړې لارښوونه د سره رود ولسوال قاري هجرت الله رحماني له لورې د امنیتي ځواکونو په همکارۍ د یاد غصب مخه ونیول شوه او پرې جوړې شوې څلور دیوالۍ ونړول شوې .
د وسله والو طالبانو له لورې د توغول شوي هاوان مرمۍ د لګیدو پېښه کې د دوه میرمنو په ګډون څلور تنه شهیدان شول .
ننګرهار ولایت د شیرزادو ولسوالۍ مرکخیلو سیمه کې د وسله والو طالبانو له لورې د توغول شوي هاوان مرمۍ چې د ملکي وګړو په یو کور کې لګیدلې،له امله یې د دوه میرمنو په ګډون څلور تنه شهیدان شوي او د میرمنو او ماشومانو په ګډون اووه تنه نور ټپیان دي .
یاد توغندی د حاجي نادر په نوم د ملکي وګړو په یو کور کې لګیدلی،چې له امله یې نوموړی هم په شهادت رسیدلی دی.
وړمه ورځ هم د وسله والو طالبانو له لورې د خوږیاڼو په بام راغه سیمه کې په لویه لاره د ځآی پر ځای شوي ماین په چاودنه کې نږدې پنځوس کلن هغه کس شهید شو،چې د ځوی نه درلودلو له امله یې درې ودونه کړې وو،چې په وروستیو کې یې زوی زیږیدلی وو او خپله د سړک د غاړې د ماین ښکار شو.
ننګرهار والي د ادارو مسؤلینو ته لارښوونه وکړه،چې لعلپورې ولسوالۍ خلکو سره د شوو ژمنو عملي کېدو او لا زیاتو مرستو ترسره کولو برخه کې اقدامات ترسره کړي .
ننګرهار والي شاه محمود میاخیل د وري په ۲۶مه د دې ولایت په اداري مجلس غونډه کې مسؤلینو ته لارښوونه وکړه،چې د لعلپورې ولسوالۍ د خلکو سره شوي ژمنې عملي کړي او د لا زیاتو مرستو ترسره کولو په موخه یادې ولسوالۍ ته ځآنګړې پاملرنه وکړي.
د دې ولایت اداري غونډه چې ولایت مقام کې جوړه شوې وه،په کې ننګرهار والي شاه محمود میاخیل،د ولایت مرستیالانو تمیم عارف مومند او حبیبې کاکړ،ولایتي شورا مرستیال عبیدالله شینواري،د ادارو مسؤلینو،امرینو او یو شمیر نورو ګډون کړی وو.
ننګرهار والي شاه محمود میاخیل د خبرو پر مهال د ولایت مرستیال تمیم عارف مومند او ولایتي شورا غړو څخه مننه وکړه،چې د ملي لویې مشورتي جرګې لپاره یې د دې ولایت څخه د کسانو د ټاکلو په ټاکنیز بهیر کې نه ستړي کېدونکې هلې ځلې وکړې .
هغه زیات کړه، له دولس کلن ځنډ وروسته په لعلپورې ولسوالۍ کې هغه سیمې چې د انسان تښتوونې مرکزونه و،د وحشتونو څخه په داسې حال کې پاک شول،چې په کې د وینو تویدو مخه هم ونیول شوه،خو مسؤلینو ته یې لارښوونه وکړه،چې یادې ولسوالۍ خلکو سره شوې ژمنې عملي او ورته په بېلابېلو برخو کې لا زیاته پاملرنه وکړي
په تېرو دوو اونیو کې ۶ تنه د انسان تښتوونکو څخه ژغورل،د کلونو ځنډ وروسته شیرزادو ته د ځمکې له لارې اکمالات ترسره کول او په یاده ولسوالۍ کې د مخالفینو د ځپلو په موخه ځمکني عملیات ترسره کول د هغه لاسته راوړنو څخه وو،چې ننګرهار والي ترې په اداري مجلس غونډه کې یادونه وکړه
ننګرهار والي شاه محمود میاخیل مسؤلینو ته لارښوونه وکړه،چې د ولسوالیو سره د ناحیو حدودات ژر تر ژره مالوم کړي،د اصنافو او کسبګرو اتحادیې رهبرۍ لپاره ټاکنې ترسره کړي،په ټولو غونډو او مراسمو کې مسؤلین په ټاکلي وخت ګډون وکړي،په ادارو کې د مشتریانو لپاره ځآنګړې څآنګې پرانیزي،د غصب،فساد،کانونو او لرګیو قاچاق د مخنیوي په برخه کې اقدامات وکړي .
هغه زیاته کړه، د استیناف محکمې رئیس ته یې وړاندیز کړی،چې د غصب، فساد او نورو ورته قضیو د عاملینو علنۍ محکمې ترسره کړي،همدا راز یې عدلې ریئس ته لارښوونه وکړه،چې د چرخي په نوم ځانګړې شوې ۱۲۶۰ جریبه ځمکې دوسیه د یوې اونۍ په ترڅ کې بشپړه او محکمې ته واستوي .
د دې ولایت د اداري غوندې د پرېکړې له مخې املاکي کمیسون تر دې وروسته د شکایتونو اوریدو او غصب د مخنیوي کمیسون په نوم ونومول شو،چې د هرې سې شنبې د مشتریانو په ورځ به ترسره کیږي .
د برېښنا رئیس انجینر اکرام الله عابد د وړاندیز وروسته پرېکړه وشوه،چې نوموړی به په دورنټې سیمه کې د برېښنا ریاست اړوند د ټولو هټیو لیست ترتیب او د وروستیو اجراتو په موخه د عدلیې ریاست له لارې امنیتی ځواکونو سره شریک کړي .
د ګمرک رئیس عمر مومند د وړاندیز وروسته ترانسپورټ مسؤلینو ته لارښوونه وشوه،چې په تورخم ښارګوټې کې د موټرو کرایه کنترول او د تګ راتګ پر مهال ټولو موټرو سره یو ډول او باالمثل عمل ترسره کړي .
د ننګرهار والي په مشرۍ د دې ولایت په اداري غونډه کې په یو شمیر نورو موضوعاتو هم خبرې اترې او پرېکړې وشوې .
په خوږیاڼو او شیرزادو و لسوالیو کې ۴۱ وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله واوښته .
د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ په زاوې او شیرزادو ولسوالیو مربوطاتو کې د عملیاتو او خپل منځي نښتو په ترڅ کې ۳۱ وسله والو طالبانو او لس داعشیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
د خوږیاڼو ولسوالۍ د زاوې سیمې په اسمان،خدرخیلو او چاکو سیمه کې د داعشیانو او جنګي طالبانو ترمنځ تېره ورځ خپل منځي نښتې شوي،چې له امله یې د وسله والو طالبانو د سرې قطعې ۱۲ غړي وژل شوي او ۶ نور ټپيان دي .
د وسله والو طالبانو د سرې قطعې غړي د هلمند،کندهارا او ارزګان ولایت اصلي اوسیدونکي وو .
همدا راز په یاده نښته کې ۶ داعشیان هم وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي دي .
د یو بل خبر له مخې د شیرزادو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د پیل شوو عملیاتو په ترڅ کې د تېرو څلرویشت ساعتونو پر مهال د عملیاتو په ترڅ کې ۵ وسله وال طالبان وژل شوي او ۸ نور ټپیان دي .
په یاده ولسوالۍ کې د جګړې مشر او د څلورمې لوا قوماندان برید جنرال محمد کریم نیازی وایي،د عملیاتو پر مهال یې د مخالفینو څخه یو میل پیکا هم تر لاسه کړې او دوه ماینونه یې لمنځه وړي دي .
د ولسمشر د حکم له مخې په ننګرهار کې د ملي سوداګرو ټولنه جوړه او رسماٌ یې په فعالیت پیل وکړ.
د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار سپین غر هوټل کې د یوې غونډې په ترڅ کې ملي سوداګرو د ولسمشر د حکم پر اساس ټولنه جوړه او رسماٌ یې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې په فعالیت پیل وکړ،چې حاجي زلمی یې د ټولنې د مشر په توګه وټاکه .
د ننګرهار مرستیال والي تمیم عارف مومند د یادې ټولنې په جوړیدو خوښي وښوده او زیاته یې کړه،چې د ټولنې له مشرتابه او غړو سره به له نږدې ستونزو د حل لارې چارې په ګډه ومومي.
هغه زیاته کړه، په تورخم ښارګوټې کې یې د سوداګرو د مالونو د انتقال ستونزو د حل په موخه یې کمیسارۍ،تورخم ګمرک،ښاروالۍ او ترانسپورټ مسؤلینو ته لازمې لارښوونې کړي،همدا راز به د حصارشاهي په سیمه کې د څلوېښت پر ځای سل میګاواټه لمریزه برېښنا فعاله کړي .
نوموړي وویل، د شیخ مصري صنعتي پارک ښارګوټې د احاطې موضوع یې په مرکز کې تعقیب کړې،سوداګرو ته به د مالونو د ځآی پر ځای کولو په موخه ځآنګړي سیمه کې د ګدامونو په موخه ځمکه ځآنګړي کړي،د سوداګرو د برېښنا او ګڼ شمیر نورې سونزې به هم حل کړي .
د یادې ټولنې مشر حاجي زلمي وویل،د ولسمشر په لارښوونه یې په ننګرهار ولایت کې د ملي سوداګرو ټولنه جوړه کړه،چې د عدلې وزارت څخه یې رسمي جواز تر لاسه کړی او تر دې وروسته په قانوني ډول کولای شي،خپلې ستونزې لوړو مقاماتو سره شریکي کړي.
په همدې حال کې ننګرهار مستوفي ګل افضل نادري له سوداګرو څخه وغوښتل،چې هېواد ته له بې کیفیته توکو را لیږدولو څخه ډډه وکړي .
په شیرزادو ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د سرې قطعې مرستیال قوماندان له پنځه نورو ملګرو سره سخت ټپیان شول .
ننګرهار ولایت د شیرزادو ولسوالۍ په ماماخیلو سیمه کې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د وسله والو طالبانو د سرې قطعې مرستیال قوماندان ملا اغا له پنځو نورو ملګرو سره یو ځای سخت ټپیان شول .
ملا اغا اصلا د کندهار ولایت اوسیدونکی دی،چې په وروستیو کې د یو شمیر نورو مخالفینو سره یو ځای شیرزادو ولسوالۍ ته د تروریستي فعالیتونو په موخه را ستون شوی دی .
په ګوشته کې د ديرش تنو قرانکريم حافظانو د دستار بندۍ مراسم تر سره شول
ننګرهار ولايت ګوشتې ولسوالۍ مير کلا سيمه کې د اشاعت القران والسنة مدرسې څخه دیرش تنه د قرانکريم حافظان د مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
په دغه مراسمو کې د ولسوالۍ مسئولینو، قومي مخورو، علماء کرامو، ځوانانو او د طالب علمانو کورنۍ غړو برخه اخیستې وه، چې پرمهال يې مسئولينو او علماء کرامو د قرانکريم حفظ پر فضليت، ګټو او مهموالي خبرې وکړې.
ديني عالمانو مولوي غلام الله او مولوي کلیم الله وعظونه وکړل دوې ولسونو ته د قرانکریم فضایل او ګټې بیان کړې او ترڅنګ یې د علماوو څخه د اختلافي مسایلو د نه څیړلو غوښتنه وکړه.
په پای کې د قرانکريم حافظانو ته د دستار بندۍ مراسم تر سره شول او ورته د لا برياليتوب هيله وشوه.
روداتو کې د نجونو په ګډون د ۴۵ قرانکریم حافظانو فراغت مراسم تر سره شول
ننګرهار ولايت روداتو ولسوالۍ زاخيلو ديني مدرسې کې پنځه ديرش هلکانو او لس انجونو د قرانکريم حفظ بشپړ او د مراسمو په ترڅ کې پرې فراغت ليکونه وويشل شول.
په غونډ کې د ولسوالۍ اجرائيه امر د روداتو ولسوال سید علي اکبر سادات پیغام ولوست چې پکې د ولسونو د امنیت خوندیتوب ، سولې ټینګښت او دعلمای کرامو سره په همغږۍ ټينګار شوی وو.
د دغې غونډې پرمهال د مدرسې مسئولينو او نورو د خپلو ويناو په ترڅ کې د قرانکريم زده کړې او حفظ پر اهميت خبرې وکړې او د قرانکريم حافظانو ته يې د دغې سترې درجې مبارکي ورکړه.
دوی پر ولسونو غږ وکړ، چې پر خپلو اولادونو د عصري زده کړو ترڅنګ ديني زده کړې وکړې، ترڅو دنيا او اخرت يې دواړه نيکمرغه شي.
په ياده غونډه کې نعت ویونکو له لوري نعتونه او ترانې وويل شوې، چې په کې د نبي عليه السلام ستاينه او د قرانکریم او حافظانو د شان، درجې او لوړې مرتبې یادونه شوې وه.
په پای کې د قرانکريم حافظانو د دستار بندۍ مراسم تر سره شول، چې مسئولينو له لوري ورته دستارونو تړل کېدو ترڅنګ تصديقونه هم ورکړل شول.
په ننګرهار کې د اهل هنودو د ويساک ۳۲۱ مې کلیزه د ګڼ شمیر حکومتي او ولسي مشرانو په ګډون سره د امنیت په فضا کې ونمانځل شوه .
په ننګرهار ولایت کې د هندوانو او سکهانو د مذهبي ورځې ویساک ۳۲۱مه کلیزه د جلال اباد ښار په مرکزي درمسال کې په ځآنګړو ویناوو سره د وري په ۲۵مه ونمانځل شوه،چې په کې ننګرهار والي شاه محمود میاخیل،ولایت مرستیالې حبیبې کاکړ،ولایتي شورا غړي اسرارالله مراد، جلال اباد ښاروال ریاض الله درمل،د اطلاعاتو فرهنګ رئیس اورنګ صميم، اصنافو او کسبګرو اتحادیې مشر حاجي عزیز الرحمن عرب،ګذر وکیلانو،اصنافو،ناحیو امرینو، قومي مشرانو،مدني فعالانو،ځوانانو، امنیتي مسؤلینو، میرمنو او ګڼ شمیر نورو ګډون کړی وو.
ننګرهار والي شاه محمود مياخیل د خبرو پر مهال سکهانو او هندوانو ته د دوی د مذهبي ورځې ویساک د ۳۲۱مې کلیزې د را رسیدو په مناسبت مبارکي ورکړه او زیاته یې کړه،خواشینی دی،چې د ویساک مراسم په داسې حال کې ترسره کیږي،چې سږ کال د نورو افغانانو په ګډون اهل هنودو هم د خپلو کورنیو خواږه غړي له لاسه ورکړل .
نوموړي هیله وښوده،چې په راتلوونکې کې یو ځل بیا اهل هنود او نور وطنوال په ګډه ټول پروګرامونه په شاندارو مراسمو سره ترسره کړي او د جګړو او پېښو له امله رامنځته شوو ناخوالو ته د پای ټکی کېښودل شي .
هغه په ټولو هېوادوالو او په ځانګړي ډول په ننګرهار مېشتو غږ وکړ، چې د اهل هنودو هېوادوالو سره ټولنيزې اړيکې وساتي او دوی سره د ژوند په ټولو چارو کې لازمه همکاري تر سره کړي،همدا راز یې په ټولو قانوني برخو کې خپله هم د همکارۍ ډاډ ورکړ.
د ولايت مرستيالې حبيبې کاکړ د ويساک له امله اهل هنودو هېوادوالو ته د مبارکۍ ترڅنګ له دوی وغوښتل،چې د خپلو ملکيتونو د غصب عرايض املاکي کمیسون ته وسپاري ترڅو د ځمکو خلاصوو او حقونو په ورکړه کې يې ور سره د قانون له مخې همکاري وکړي.
د ولایتي شورا غړي استاد اسرارالله مراد د ولایتي شورا په استازۍ ټولو اهل هنودو ته د دوی د ویساک د ۳۲۱مې کلیزې د را رسیدو له امله مبارکی ورکړه او په چارو کې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.
د اطلاعاتو فرهنګ رئيس اورنګ صميم وويل،چې اهل هنودو د نورو افغانانو سره یو ځای په ملکي او نظامي برخه کې ددې خاورې د ساتنې او پالنې لپاره قربانۍ ورکړي او هیله یې وښوده،چې د ثبات په رامنځته کېدو سره په ننګرهار او ټول افغانستان کې یو خل بیا اهل هنودو ته د پخوا په څېر د ژوند کولو ارامه زمینه برابره شي .
د اصنافو او کسبګرو اتحادیې مشر حاجي عزیزالرحمن عرب د یادې اتحادیې په استازیتوب سکهانو او هندوانو ته د دوی د مذهبې ورځې د را رسیدو له امله مبارکي ورکړه او له دوی مننه وکړه،چې په ټولو ملي مسایلو کې ورسره همکار دي .
د اهل هنودو په استازۍ اقبال سنګهـ له ننګرهار والي او نورو ګډونوالو مننه وکړه، چې دوی سره يې د ويساک په مراسمو کې برخه اخيستې او زیاته یې کړه،چې پخوا به د ويساک نمانځلو په موخه له هند څخه هم مينوال راتلل، چې د هېواد نورو اتباعو سره به مو د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د ويساک نمانځنه کوله.
هغه وويل، چې د نورو افغانانو سره مو درد او غم شريک دی او ډاډ يې څرګند کړ، چې د تېر په څې به يو د بل سره په غم او ښاديو کې ګډون او همکاري کوو.
د یادو مراسمو په څنډه کې مسؤلینو د اهل هنودو له لورې په برابره شوې ځآنګړې میملستیا کې هم برخه واخیسته،چې په ګډون سره یې د دوی دوه ورځني مراسم د امنیت په فضا کې په ښه توګه ونمانځل شول
ننګرهار ولايت روداتو ولسوالۍ کې په ۱۲ جريبه ځمکه کې ولاړ کوکنار واړول شول
ننګرهار ولايت روداتو ولسوال سيد علي اکبر سادات د امنيتي مسئولينو په ملتيا د دې ولسوالۍ بړو سيمه کې په ۱۲ جريبه ځمکه کې ولاړ کوکنار لمنځه يوړل.
نوموړي وويل، چې مسئولينو د دې ولسوالۍ خلکو ته له وړاندې خبر ورکړی و، چې کوکنار ونه کري، خو ډېرو کمو بزګرانو په لرو سيمو کې کوکنار کرلي و، چې له تېرو شپږ ورځو راهيسې لسګونه جريبه ځمکه ترې پاکه شوه.
هغه د سيمې خلکو ته خبرداری ورکړ، چې په راتلونکې د نشه يي توکو له کر څخه ډډه وکړي او سرغړونکو سره به د قانون له مخې چلند تر سره شي.
رودات د جلال اباد ښار ختيځ ته په ١٨ کيلومترۍ کې پرته ولسوالۍ ده، چې په کې د غازي امان الله خان د ښارګوټي ستره پروژه، صنعتي پارک، د نوي ګمرک او رېل ګاډي سټېشن ځايونه او لمريزې برېښنا پروژه تطبيق کيږي.
په ننګرهار پوهنې ریاست کې د مشتریانو په نوم د ښه خدمتونو او په بېړه د چارو د خلاصون په موخه ځانګړې څآنګه فعاله شوه.
وروسته له هغې چې ننګرهار والي شاه محمود میاخیل د ولایت اداري غونډه کې مسؤلینو ته لارښوونه وکړه،چې په ټولو ادارو کې د خلکو سره د مراجعینو پر ځای د مشترینو په نوم چلند وکړي او دوی ته ځآنګړې څانګې فعاله کړي،له ولایت مقام وروسته د پوهنې په ریاست کې هم یاده څآنګه پرانیستل شوه.
ننګرهار والي شاه محمود میاخیل چې د پوهنې رئیس حسیب الله شینواري او ولایتي شورا غړو په ملتیا یې یاده څانګه تر جوړیدو وروسته ګټې اخیستنې ته سپارله،د پوهنې ریاست څخه یې مننه وکړه،چې د خلکو لپاره یې د ښه خدمتونو ترسره کولو په موخه د مشتریانو څانګه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارله .
نوموړي وويل،په یاد مرکز کې به د پوهنې ریاست د بېلابېلو امریتونو او مدیریتونو استازې په ځآنګړو غرفو کې ناست وي او هغه کسان چې د پوهنې ادارې اړوند ستونزه لري،د مشتریانو په دې څآنګه کې به یې ستونزو ته رسیدګي وشي .
هغه زیاته کړه، په ولايت مقام کې یې هم د خپل کور په نوم مشتريانو ودانۍ جوړه کړې،چې ډېر ژر به پرانيستل شي،همدا راز یې د ټولو ادارو پر مسئولينو او مامورينو غږ وکړ، چې په ادارو کې مشتريانو سره ښه سلوک وکړي او کارونه يې پر وخت خلاص کړي.
د ننګرهار پوهنې رئیس حسیب الله شینواري وویل، یاده څانګه یې په شاوخوا یو نیم سل متره مربع سیمه کې د درې میاشتو په موده کې د پوهنې وزارت پرمختیایي بودیجې څخه د درې میلیونه افغانیو په لګښت جوړه کړې،چې په کې د ریاست د ټولو څآنګو استازو ته غرفې فعاله شوي دي .
هغه وويل، چې له دې وروسته به د پوهنې رياست مشتريان له سهولتونو برخمن وي او کارونه به يې په لږ وخت کې په منظم ډول تر سره شي .
د ولایتي شورا غړي اسرارالله مراد هم هیله وښوده،چې د یاد مرکز په پرانیستلو سره مشتریان خپلو ستونزو ته په اسانه رسیدګي وکړي .