د لویي څارنوالۍ له لوري د افغان خبریالانو خوندیتوب کمیټې ته په رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، لویې څارنوالۍ د کابل نیوز د وژل شوي خبریال عبدالمنان ارغند د قضیې په اړه د څیړنو له بشپړولو وروسته، د هغه دوسیه د مجازاتو له غوښتنې سره یو ځای محکمې ته ولیږله چې د ۱۳۹۸لمریزک��ل د وري په ۱۷د محکمې لخوا د جزا کوډ د ۲۶۷مادې له مخې په اعدام محکوم شول.
عبدالمنان ارغند په کندهارولایت کې سیمه ایز خبریال و، چې تیرکال په یو تروریستي برید کې شهید شو. امنیتي او کشفي ادارو دوه تنه په دې تړاو نیولي وو چې د ارغند کورنۍ او د ژورنالیستانو او رسنیزو بنسټونو فدراسیون یې د دوسیې تعقیب په کابل کې غوښت،ددوی د غوښتنې او لوی څارنوال د سپارښتنې له مخې د پیښې تورن او اړونده دوسیه یې کابل ته را ولیږدول شول چې په پایله کې د جرم له ثابتیدو وروسته دغه دواړه کسان د ۱۳۹۸کال د وري په ۱۷ په اعدام محکوم شول.
د افغان خبریالاندو د خوندیتوب کمیټه په داسې حال کې چې د شهید ارغند قاتلانو ته د سزا اورولو هرکلی کوي، له عدلیي او قضایي بنسټونو غواړي چې د خبریالانو د وژل کیدو او دهغوی پرړاندې د تاوتریخوالي د ټولو دوسیو څیړنه او تعقیب کړي.
د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټه په دې باور ده چې د خبریالانو د وژنو او دهغوی پروړاندې د تاوتریخوالو د قضیو تعقیب به ددې لامل شي چې په هیواد کې له مجازاتو د معافیت دود ته د پای ټکی کيښودل شي او خبریالان تر یوه بریده ځانونه خوندي او امن احساس کړي.
د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې خبرپاڼه
نېژدې ۴۸ ساعته وړاندې مې لېکنه درلېږلې، تر اوسه نه ده خپره شوې. هیله ده په اړه یي غور وکړئ.