تاند- د فراه ولایتي چارواکي او ولسي استازي وايي چې نامعلومو وسله والو د دې ولایت د مرکز په لمنو کې د نجونو دوه ښوونځي ویجاړ کړل.
د فراه د ولایتي شورا ريیس شاه محمود نعیمي رسنیو ته وویل، د نجونو یوه لېسه د دوشنبې په شپه د مرکز فراه په لمنه کې په بمونو والوزول شوه.
نعیمي وايي چې د دې لېسې مدیرې ته مخکې تر مخکې خبرداری ورکړی شوی و.
د فراه د ولایتي شورا یو غړي دادالله قانع وویل چې ویجاړه شوې لېسه د ولایت له مرکزه نژدې ۲۰ کیلومتره لېرې وه.
تر دې یوه شپه وړاندې د فراه ولایت د مرکز په لمنه کې د نجونو یو بل ښوونځی د نامعلومو وسله والو له لوري ویجاړ شوی و.
د فراه ولایتي چارواکي او د سیمې اوسېدونکي باور لري چې دواړه ښوونځي طالبانو ویجاړ کړي دي.
خو طالبانو د دغو حملو مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.
طالبانو په تېرو کلونو کې بې شمېره ښوونځي ویجاړ کړي خو په وروستیو څو کلونو کې د ښوونځیو د ویجاړولو مسوولیت په غاړه نه اخلي او حتي تر لومړیو ټولګیو پورې د نجونو له زده کړو سره مخالفت هم نه کوي.
د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد په فراه کې د دوو ښوونځیو په ویجاړولو کې د طالبانو لاس لرل رد کړل، ویې ویل چې دا ښوونځي د پوهنې وزارت له لوري په فراه کې د مسوولانو د ټاکنې پر سر د اختلافاتو له کبله ویجاړ شوي دي.
طالبانو ویلي چې د روان اپریل له ۱۹ څخه په قطر کې په بین الافغاني خبرو کې به د دوی له لوري ۷ تنه ښځې هم ګډون ولري.
د طالبانو له لوري دې بې ساري اعلان هیله غوړولي چې نه یوازې د نجونو له تعلیم بلکې په لویه کې د ښځو له حقونو سره د طالبانو د مخالفت کچه به راکمه شي.
دا کار یی خپل د مور د ميرونو په امر کری. دا مور … هیچ شرم نه لري. دوی نه مسلمانان دي، نه افغانان او نه انسانان، هسی حرموني دی