تاند- د افغانستان لومړۍ مېرمن رولا غني له دې سره سره چې د دې د خاوند په مشرۍ د افغانستان حکومت د سولې له بهیره څنګ ته کړای شوی، نه ستومانېدونکې هڅې کوي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې په خبرو کې ښځې ګډون ولري.
دا خبره (Women in the world) خپرنیزې شبکې د سې شنبې په ورځ وکړه.
د دې شبکې پر اساس په ټول افغانستان کې ښځو وېره ښکار کړې چې که طالبانو ته موقع ورکړل شوه نو د افغان ښځو حقونه او خوندیتوب به له خطر سره مخامخ شي.
رولا غني وايي چې د دې هدف دا دی چې د ښځو د حقونو د تروړل کېدو مخه ونیول شي.
مېرمن غني وویل، تراوسه پورې د کابل د وروستۍ غونډې په ګډون، چې یوې ښځې ته پکې د ګډون بلنه نه وه ورکړل شوې، د امریکا او طالبانو خبرې د نارینه وو پروسه ده.
خو مېرمن رولا غني د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې، حتي په هغو سیبمو کې، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دي، د ښځو نظرپوښتنه کوي.
په جنوبي ولایت هلمند کې ښځو ویلي چې که یوازې دوی ته د تعلیم اجازه ورکړل شي، سوله راځي. په محافظه کاره کونړ ولایت کې ښځو، له چادریو سره د سولې په پروسه کې د ګډون غوښتنه کړې ده او ویلي یې دي چې هم طالبان او هم ملي سرتېري د دوی په غېږ کې لوی شوي دي.
د راتلونکې دوشنبې په ورځ /اپریل ۱۹/ د قطر په بین الافغاني خبرو کې له افغانستان څخه ۴۰ ښځې ګډون وکوي او طالبانو هم ویلي چې د دوی له لوري به ۷ ښځې په دې بهیر کې برخه واخلي.
دا به لومړی ځل وي چې د طالبانو له لوري ښځې په یوه غونډه کې ګډون کوي.