محور ورځپاڼه

په افغانستان کې د ټاکنو د څار اداره (فيفا) وايي، د ټاکنو په بېلابېلو برخو کې يې تر ١٠٠زرو زیاتې درغلۍ ثبت کړې، چې د اګسټ تر ١٤مې پورې لس زره وې.

په درغليو کې له هويت او د عمر له تثبيت پرته کارتونه وېشل شوي او يا هم په زور ځينې کسانو کارتونه اخستي، همدا ډول یو شمېر کانديدانو ټاکنو کمېسيون ته جعلي کارتونه  وړاندې کړي دي.

عزيز الله پويا په يوه وخت د غزني د ولايتي شورا کانديد او د ولسمشريزو ټاکنو د کانديد سردار محمد نادر نعيم دويم مرستيال دى، همدا ډول له وردګو ولايت نه زوى او پلار دواړه ولايتي شورا ته درېدلي دي، چې د دوى د کارتونو کاپۍ يو ډول دي. داسې بېلګې خورا زیاتې دي، چې ځينې کسان د خپل ولایت پر ځای بل ولایت کې درېدلي او تذکرې یې جعلي جوړې کړې دي.

د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو په نوملړ کې داسې ډېر کانديدان شته، چې د ګوتو نښې يې جعلي دي او يا هم څو کانديدانو يو ډول کارتونه وړاندې کړي دي، خو د دغو کسانو له ډلې يو محدود شمېر د نوماندۍ له نوملړ څخه ايستل شوي دي.

د ولسمشرۍ لپاره له ٢٧ کانديدانو لس پاتې شوي او د ولايتي شورا له نوماندانو له ٣٠٠٠ نه ٤٠٠ نوماندان د درغليو او د شرايطو د نه پوره کولو له امله ايستل شوي دي. د ټاکنو کمېسيون يوه سرچينه وایي، معیارونو ته په کتو باید څلور کسان نور هم د ولسمشرۍ د نوماندۍ له لسته خارج شي، خو ددې کسانو نوم نه اخلي.

د ټاکنو يو شمېر څارونکي وايي، د ولسمشرۍ  لپاره بايد هر نوماند تر ۱۰۰ زرو پورې د رایې کارتونو کاپي او د هغه کسانو د ګوتو نښې او د ولايتي شوراګانو لپاره بايد هر کانديد ۶۰۰۰ کارتونو کاپي او د کارتونو د مالکانو د ګوتو نښې په ټاکنو کمېسيون کې درج کړې وای، چې په دغه چاره کې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ډېرى نوماندانو درغلۍ کړې دي.

محور ته د رسېدليو معلوماتو پر بنسټ يوازې په غزني کې د ولايتي شورا د يوه کانديد پر ځاى چې ۶۰۰۰  رایې کارتونه يې ټول کړي وو، لسو کسانو د ګوتو نښې لګولې دي.

سرچينې وويل، يوازې يو کانديد د ٣٠٠ کسانو پر ځای د خپلې ګوتې له نښې نه استفاده کړې.

اندېښنې او پوښتنې دا دي، چې د دغو  کسانو د ګوتو د نښو د معلومولو لپاره به ټاکنو کمېسيون له کومو  لارو چارو کار اخلي، چې جوته کړي دغه نښې او رایې کارتونه جعلي ندي؟

د ټاکنو کمېسيون د معلوماتو پر بنسټ په تېرو ټاکنو کې ۱۷ ميليونه رایې کارتونه وېشل شوي او په سږني بهیر کې باید څلور ميليونه پرې ور زیات شي .

په افغانستان کې په ټاکنو د څار اداره (فيفا) وايي، د تېر اګسټ تر ١٤مې نېټې پورې له دوى سره د کارتونو د وېش په تړاو ١٠زره شکايتونه او درغلۍ ثبت شوې وې، چې دا شمېر اوس تر ١٠٠زرو پورې رسېدلی دی.

د فيفا وياند محمد فهيم نعيمي محور ته وويل، په دې درغليو کې له هويت او د عمر تر تثبيت پرته کارتونه وېشل شوي او يا هم په زور سره ځينې کسانو کارتونه اخیستي او همدا ډول کانديدانو ټاکنو کمېسيون ته جعلي کارتونه وړاندې کړي دي.

ښاغلى فهيم وايي، د ټاکنو کمېسيون دوى ته اجازه نده ورکړې، چې د کانديدانو اسناد وګوري، چې ولې له نوملړه اېستل کېږي، خو وايي، په دې کې زيات شمېر کانديدان د کارتونو د جعل ستونزه هم لري، چې ويل کېږي، کم شمېر له نوملړه حذف شوي دي.

عزيزالله پويا د غزني د ولايتي شورا کانديد او د ولسمشريزو ټاکنو د کانديد سردار محمد نادر نعيم دويم مرستيال دى، په تړا يې ويل کېږي، چې د نوموړي د کارتونو کاپي او د سردار محمد نعيم د کارتونو کاپي سره ورته دي.

ددې تر څنګ له وردګو ولايت نه اختر محمد طاهري او د هغه زوى محمد رفیع وردګ د وردګو ولايتي شورا ته ځانونه نومولي دي، چې د کارتونو کاپۍ يې تر ډېره يو ډول دي.

په ټاکنو کمېسيون کې يوه سرچينه وايي، د ولسمشرۍ نوماند ډاکتر انورالحق احدي د پرلپسې سریال نمبر لرونکي ١١٠٠ کارتونه کمېسيون ته سپارلي وو.

د دوى په باور داسې ډېر کارتونه د ګڼ شمېر کانديدانو له لوري، ټاکنو کمېسيون ته رسېدلي، چې سره مشترک وي او ان د دريو او څلورو کانديدانو د کارتونو کاپۍ يو ډول دي.

One thought on “محور ورځپاڼه: د کاندیدانو یو لک درغلۍ”
  1. ورونو،که تقلب رښیاهم له حده زیات وی،دپلاراوځوی[اخترمحمد طاهری ماناپاک انسان] اود زویی[ع وردګ]عکسونه ولس ته بربڼډسي۰

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *