امیرزېب خان درانی

د هېواد په شمال ختيځ کې پروت کندوز یو له لرغونو او تاريخي ولایتونو څخه دی، چې د هندوکش سوېلي ليکې يې د کوهدامن او کوهستان غرونو له لارې له شمالي څنډو سره نښلولې.

سکندر کبير پخوانی اپاسکا (اوسنی کندوز) د خپلې پوځې اډې په توګه انتخاب کړ، د تخارستان پلازمینه پاتې شوې او د مهمو سوداګريزو لارو څخه شمېرل کېږي.

کندز پراخې کرنيزې ځمکې لري، چې د تاريخ په اوږدو کې د افغانستان د کندو په نوم ياد شوی، کندز د دوه مهمو سیندونو تر څنګ د ستر هوايي ډګر لرونکی دی او د تاجکستان سره په پوله يې د شیرخان سوداګريز بندر پروت دی.

د قطغن دا ښکلې او سمسوره خاوره او د مختلفو پرګنو لرونکی د شور او ولولو ډک ښار په ۱۳۹۵ او ۱۳۹۶ کالونو کې دوه ځلې د دولتي چارواکو د وظيفوي غفلت، د ښې حکومتوالۍ د نشته والي، د سیاسي ډلو ټپلو په منځ کې سليقوي او سياسي اختلافاتو او داخلي ستونزو له امله د وسلوالو طالبانو له لوري سقوط شو، هټۍ، دولتي ادارې، عامه تاسيسات او تاريخي ابدات يې لولپه شول.

د ناامنیو، جنګونو، ورانيو او وينو تويدو له امله د کندز ښاریان مجبور شول چې خپل کورونه پرېږدي ګاونډيو ولایتونو او یا هم کابل ته د شپو تېرولو په موخه ولاړ شي.

دا هم نده چې په کندز کې مېشت ځواکونو د وسلوالو د مخنیوی توان نه لره، او یا يې هم ښاري کمربند دومره کمزوری و چې د څو طالبانو له لوري دې سقوط شي، ولې د وظیفوي غلفت، د ښې رهبرۍ د نشتوالي او د همغږۍ کموالی سبب شو، چې وسلوال د کندوز په مرکزي چوک کې خپل بيرغ پورته کړي او په ولس کې ویره خپره کړي.

خو ولې د تېر څه وخت راهيسې  د کندوز سينه بیا په چوش راغله، بیا يې ښار د شور او ولولو ډک شو، کډوال شوي بيرته خپلو کورونو ته راستانه شول، مينه خپره شوه، ولسونو د ارامۍ ساه واخيسته، سوځيدلي ښار بیا د امن لباس په تن کړ، افغان امنيتي سرتيري يې په ميړانه د ساتلو په موخه وسله پورته کړه، د وزیرانو، سفیران او لوړ پوړو چارواکو  د ورتګ خبرونه بیا تر غوږو شول، د ښار د بیارغونې او نوې رغونې کارونو چټکتيا ومونده او درې رنګه بیرغ د ښار په واټونو کې ورپېده.

سندرې وغږېدې، د خوښيو نڅاګانې وشوې، اتڼونو زور واخیست، ولسونو د ميني او خوښۍ غيږې یو بل ته ورکړې، شور جوړ شو او سوځيدلي ښار بیا ځلي د خوښۍ مسکا وکړه.

ولې په تاسف باید ووایم، چې هلته د ميشتو امنيتي ځواکونو د نه همغږۍ او مرکزي اړونده اداراتو (ملي دفاع او کورنيو چارو وزارتونو او ملي امنيت عمومي ریاست) د نه همکارۍ له امله څڼورو طالب وحشیانو سترګې بیا سرې شوې، روانه اونۍ يې بیا کوښښ وکړ، چې کندوز ته سقوط ورکړي، ولې وطندوسته سرتیرو يې په نره دفاع وکړه، ولې که توجو ورته ونشي، شايد راتلونکي کې ورته بريدونه ډېر شي او خدای مه کړه، چې بیا ځلې دا ښکلې او سمسوره خاوره د دښمنانو له لوري ونه سوځي، کندوز کې میشتو ځواکونو رهبرۍ، او په کابل کې يې مشرانو ته پکار ده، چې تشه ډکه کړي، او د یو ناورین مخه ونیسي.

د کندوز هر اوسیدونکی خپلو سرتیرو سره مینه لري، دوی سره اوږه په اوږه ولاړ دي، ولې اړونده ادارې دې د ستونزو په حل کې همکاري وکړي.

د اباد افغانستان په هیله.

ز ک

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *