محمد نذیر (زاهد)

د افغانستان ځینې سیاسي  رهبران او د ولسمشریزو ټاکنو نوماندان  په دې باور دي چې د سولې مشورتي لویه جرګه حکومتي بڼه لري او افغان ولسمشر ددې لپاره راغوښتې چې د حکومت اجنډا تطبیق کړي او د جرګې غړي یې په انتصابي ډول ټاکل شوي او دغه جرګه د هیواد اوسنۍ ستونزې نشی حلولای، د تیرو څو ورځو راهیسې په پرله پسې ډول د ولسمشریزو ټاکنو ځینې نوماندانو د خپل ټیم په استازیتوب سره په دې جرګه کې د ګډون څخه انکار وکړ او یاده جرګه یې تحریم کړه او زمونږ ډیرو هیوادوالو په اذهانو کې هم د یادو سیاسیونو د تحریم له امله ډیرې اندیښنې راولاړې شوې.

خو په اصل کې د سولې مشورتې لویې جرګې جوړښت او اجنډا هغه ډول نده چې سیاسیون یې په هکله اندیښنه لري بلکې د جرګې جوړښت او ګډوانوال یې د یوه طرزالعمل له لارې مخته ځي؛ زه غواړم چې هغو ټکو ته اشاره وکړم چې د ولسونو سره یې په اړه اندیښنې موجودې دي.

لومړی: د سولې په مشورتي لویې جرګې کې د ټول هیواد څخه د ۲۵ مختلفو ګټګوریو اشخاص د جرګې د کړنلارې په اساس ټاکل شوي چې د ټاکنیزو برخو لپاره د له پروسې څخه د څارنې په برخه کې د ټولو ولایتونو والیانو مسولیت درلود چې د ټاکنیزو بهیرونو څخه څارنه وکړي تر څو په دغه ملي پروسه کې څوک لاسوهنه ونکړي، د ولایتونو د ولایتي شورا استازو مسولیت درلود چې د ټاکنو بهیر مخته یووسي او د کړنلارې مطابق هغه وړ اشخاص چې د جرګې په کړنلاره کې په نظر کې نیول شوي ول د ټاکنو په بهیر کې ونډه واخلي او د جرګې غړیتوب تر لاسه کړي. په ځینو ولایاتو کې د سولې مشورتي جرګې لپاره د غړیتوب بهیر له رسنیو سره شریک شوی؛ هیڅ ډول اسناد او مدارک شتون نلري چې حکومت دې به دې ملي بهیر کې لاسوهنه کړې وي او په انتصابي ډول دې د جرګې لپاره اشخاص ګمارل شوي وي؛ د جرګې غړي هیڅ ډول حکومتي بڼه نلري او د آزادو ټاکنو له لارې یې غړیتوب تر لاسه کړی. هیڅ ډله به نه وي چې ددوي استازي په جرګه کې نه وي په جرګه کې د ټولنې د ټولو اقشارو څخه استازي شتون لري او ددوي استازیتوب به په بې پري توګه مخته وړي. هیله مند یم چې په دې هکله مې د ولس لپاره قانع کوؤنکی ځواب موندلای وي.

دوهم: د بودیجې مصرف ځینې سیاسیون او زمونږ ګران هیوادوال د سولې مشورتي لویې جرګې د مصارفو په هکله اندیښنه لري او ادعا کوي چې زمونږ په فقیر هیواد کې ددومره مصارفو تادیه له ولس او د ملي بودیجې سره خیانت دي؛ ددوي په ځواب کې باید ووایم چې لومړی دغه بودیجه نده مصرف شوې اما د مصارفو لپاره په پام کې نیول شوې شاید چې ددغې بودیجې پنځوس سلنه هم مصرف نشي اوس به له وخته مخکې وي چې مونږ د سولې مشورتي لویې جرګې د جوړیدو په بودیجه قضاوت وکړو؛ د یادې جرګې مشرتابه هئیت مصصم دي چې د جرګې په پای کې د هیواد له ټولو ولسونو سره د بودیجې مصرف د رسنیو له لارې شریک کړي تر څو زمونږ د ګرانو هیوادوالو اندیښنې ځواب شي. که چیرې مونږ د هیواد د څلورو لسیزو او بالاخره د تیرو اتلسو کلونو جګړو ته نظر وکړو یوازې په جرګې زمونږ له ملي بودیجې څخه په میلیاردونو ډالر لګیدلي خو هیڅ ډول لاسته راوړنه مو نده درلودلې نو په داسې وخت کې چې د سولې او ملي روغې جوړې لپاره زمونږ د ټول ملت نظر اخیستل کیږي پنځه میلونه ډالر بیا هم کم دي.

دریم: زمونږ ځینو سیاسیونو د جرګې د اهمیت په هکله اندیښنې ښودلي او دغه جرګې یې بې اهمیته ګڼلې؛ مونږ به فکر وکړو چې که زمونږ په هیواد کې سوله وای مونږ به څومره خوښ وه، څومره به مو له ژوند څخه خوند اخیستی وای، زمونږ اقتصاد به څومره پیاوړی وه، زمونږ قومونه او خیلونه به څومره منظم ول، زمونږ هیواد به څومره پرمختګ کړی وه؟ خو یوازې سوله نلرو نو ځکه مو هر څه له لاسه وتلي او په فکری انحراف کې قرار لرو، په تیرو څه باندې څلورو کلونو کې مونږ ۴۵۰۰۰ زره ځوانان یوازې د حکومت په طرف کې وژل شوي، شاید ۲۰۰۰۰ زره ځوانان د طالبانو او ۲۰۰۰۰ ځوانان مو د عامو وګړو له مینځه وژل شوي وی که هر نفر د خپلې فقیرې کورنۍ پنځه غړو ته د ډوډۍ ورکولو سبب وای نو مونږ په تیرو پنځه کلونو کې ۴۲۵۰۰۰ افغانې کورنۍ بې سرپرسته کړي او د خولې ډوډۍ مو ورڅخه اخیستې، آیا څوک شته چې ددغو بې سرپرسته کورنیو د ستونزو لپاره د حل لار ومومي؟ په دې فکر شوی چې ددې جګړې له امله یوازې افغانان وژل شوي؟ آیا په دې فکر شوی چې د یتیمانو پاتې ژوند به د څومره کړاونو سره مخ وي؟  او څومره به زمونږ اقتصاد ته ضربه رسیدلي وي، څومره به زمونږ ځمکنۍ بشپړتیا ته زیان رسیدلای وي؟ خو نن هم د جګړو د ختمولو لپاره ناوخته ندي هره ممکنه لار چې وي باید مونږ سولې ته ځان ورسوؤ، مونږ نور د یو ملت په حیث حق لرو چې په سولیزه فضاء کې ژوند وکړو نو د پورته ذکر شویو ستونزو ته په کتو سره د سولې مشورتي لویه جرګه یوازېنی ادرس کیدای شي چې مونږ افغانان له دغه شر څخه وژغوري او روانو جګړو ته د حل معقوله لار پیدا کړي.

څلورم: د جرګې اجنډا؛ د سولې مشورتي لویې جرګې آجنډا په هکله هم زمونږ سیاسیون، رهبران او ولس اندیښنه لري چې د سولې مشورتي لویې جرګې اجنډا نده معلومه او حکومت زیار باسي تر څو د چرګې له لارې حکومت خپلې برنامې تطبیق کړي ؛ بلکې د یادې جرګې اجنډا ډیره مشخصه او لنډه ده لومړی د سولې تعریف او د سولې څرنګوالی دوهم د طالبانو له تحریک سره د مذاکراتو ډول، دغه دوه مهمې نقطې دي چې د جرګې ګډوان به ورباندې بحث او خبرې اترې کوي او حکومت سره به خپلې مشورې شریکوي له دغو دوه نقطو پرته بل هیڅ ډول بحث په جرګه کې نکیږي او نه هم په پام کې نیول شوی دي، د طرزالعمل مطابق دغه دوه مهمې نقطې به د جرګې په مختلفو کمیټو کې څيړل کیږي او د هیواد لپاره به د تلپاتې سولې او آرامۍ په خاطر به د ملي منافعو په رڼا کې خپل لیدلوری د یوه پریکړه لیک له لارې د ولس تر څنګ له حکومت ته سپارل کیږي.

پنځم: زمونږ ځینې سیاسیون په دې اړه اندیښنه لري چې د سولې او مصالحې ټیم په شتون کې جرګه معنا نلري او ځکه ورسره پریکون کوي خو دلته دوه مهم بحثونه دي چې باید وضاحت ورکړل شي.

لومړی : د سولې او مصالحې ټیم یوازې له طالبانو سره د مذاکراتو لپاره افهام او تفهیم کوي او له طالبانو سره د خبرو اترو لپاره به ددوي ټول نظریات او غوښتنې د لویې جرګې له غړیو سره شریکوی هر کله چې د طالبانو غوښتنې او د مذاکراتو ډول د جرګې له غړیو سره شریک شو نو بیا د جرګې د غړیو دنده پیلیږي او دغه غوښتنې به د افغانستان د ملي منافعو په رڼا کې تر کار او څیړنو لاندې نیسي.

دوهم : د جرګې په هکله مې پورته یادونه وکړه چې په جرګه کې به په دوه مهمو موضوعات بحث کیږي او په هغو مواردو چې د قطر له ناستې څخه په لاس راځی.

حکومت خو د ولس د هوساینې، د جګړو د ختمولو او ښې حکومتوالۍ دنده په غاړه لري نو حکومت هم مجبور دي چې د تیرو څلویښتو کلونو روانو جګړو د پای په خاطر د دې مظلوم ولس نظر له ځان سره ولري او د سولې په ملي پروسه کې یې تر کار لاندې ونیسي. اوس نو ستاسې درنو هیوادوالو مکلفیت دی چې د جرګې د ښه رونق لپاره لاس په لاس ددې جرګې څخه ملاتړ وکړئ او په هیواد کې د تلپاتې سولې په خاطر ګام پورته کړئ، کچیرې زمونږ سیاسي رهبرانو زمونږ لپاره هیواد جوړولای نو نن به زمونږ درې نسلونه په پرلپسې ډول په جګړو کې نه لویده. د یو سوکاله او پرمختللي افغانستان په هیله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *