تاند- د امریکا د پوځ پخوانی مرستیال لوی درستیز وايي، خلک باید د ولسمشر ټرمپ د ادارې له لوري د افغانستان د سولې پر روانو خبرو شک ولري.

څلورستوریز جنرال جک کېن، چې په ۲۰۰۳ م کال تقاعد شو او اوس د جګړې د مطالعاتو د انستیتیوت د مشرتابه پلاوي رييس دی، د چهارشنبې په ورځ د فاکس نیوز په (امریکا نیوزروم) خپرونې کې د افغانستان د اتلس کلنې جګړې د پای ته رسېدا لپاره د متحدو ایالتونو پر روانو هلوځلو خبرې وکړې.

متقاعد جنرال کېن خبرداری ورکړ چې په روانو خبرو کې د افغانستان حکومت د طالبانو په ګټه څنګ ته پرېښودل شوی دی.

«همدا وجه ده چې موږ شک لرو. موږ د افغانستان له حکومت سره د سولې خبرې قطعاً نه دي پیل کړي. دا به وضعیت بیخي پېچلی کړي، او باید اوږده لار په مخ کې ولرو.»

ده دا هم وویل چې پاکستان د طالبانو ملاتړ ته دوام ورکوي او دې هیواد طالبان خبرو ته حاضر کړي دي.

One thought on “امریکايي جنرال د ټرمپ د حکومت له لوري د افغانستان د سولې پر خبرو بدګومانه دی”
  1. سلامونه ! ما خوپه لومړی سر کې ویلی وو – خو دغریب ملا په اذان څوک لمونځ نه کوی ـ ددوي دیارانې سر خوږ، منځ یې کوږاوآخریې فوق العاده تریخ وی داچې په پای کې اکثراًدوی دخپلو غلامانو سرهم خوری نو خدای دې خیر پکښې واچوی

ځواب دلته پرېږدئ