وسله والو کسانو په بلوچستان ایالت کې

خبریال: رفيع الله مندوخېل، اسلام اباد – په  بلوچستان  کې ناپېژانده  وسله والو چې د سرحدي ملېشو دریشي يې اغوستې په ناتاره ډزو د پاکستان د هوايي او سرحدي ځواک څوارلس سرتېري وژلي دي.

د بلوچستان د پوليسو مشر محسن حسن رسنيو ته  ويلي چې  د چارشنبې او پنجشنبې  شپې په  نيمايي کې ناپېژانده  وسله والو د ايران  پولې ته  څېرمه په  اورماړه  سیمه کې پر مکران کوسټل لويه لاره  تلونکي بس موټر درولي، په  بسونو کې سپاره  ټول کسان يې راکښته کړي،  له  پېژندپاڼو کتلو وروسته  يې لاسونه او پښې ورتړلې او په  ډزو يې وژلي دي.

نوموړي زياته  کړې چې بسونه  له  کراچۍ ګوادر ته  روان  وو چې د لارې  په  اوږدو کې  له  پنځلس بيا تر شل پوري  وسله والو په  اورماړه  سیمه کې پر لويه  لاره  درولي او سپاره  شپاړس کسان  يې راکوز کړي چې له  دې ډلې يې څوارلس په  ناتاره ډزو  وژلي دي. دوه  تنه  په  تېښته  بريالي شوي او ځانونه   يې د لېويز پوليسو څوکۍ ته  رسولي دي. په  پېښه کې وژل شوي کسان د اورماړې سيمې روغتون  ته  وړل شوي دي.

امنيتي چارواکي د پېښي ځای ته  رسېدلي او په اړه يې تحقيقات پيل کړي دي.  خو دا نه  ده مالومه  چې د پېښي علت  څه دی. د بريد مسووليت  بلوڅ  ازادي غوښتونکي وسله  وال سازمان منلی دی.

د پاکستان صدراعظم عمران خان او د بلوچستان اعلی وزير جام کمال پېښه  په  کلکو تورو غندلې او اړونده  چارواکیو ته  يې د جدي پلټنو امر کړی دی.

د بلوچستان په  ناامنه  مستونګ  سيمه کې  په مېلادي کال ۲۰۱۵ کې بيا ناڅرګنده کسانو کراچۍ ته  تلونکي شاوخوا شل کسان د وسلې په  زور تښتولي وو، چې بيا وروسته  يې  د  نولس وژل شويو مړي  د مستونګ  په  غرنۍ  کهډکوچه  سيمه کې غورځولي وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *