تاند- اروپايي اتحادیې په افغانستان کې د موقت او انتقالي حکومت د جوړېدو له نظر سره مخالفت وکړ.
د افغانستان لپاره د اروپايي اتحادیې استازي پیري مایاودون نن (پنجشنبه) په کابل کې د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو په مرکز کې وویل«موږ له دې منطق سره موافق نه یوو چې یو موقت حکومت جوړ شي ځکه چې داسې حکومت به ادارې د بې یقینۍ په سمندر کې ډوبې کړي.»
د ولسمشر غني ځینې انتخاباتي سیالان وايي چې راتلونکې میاشت د ده د حکومت دوره پوره کېږي نو پکار ده چې موقته اداره جوړه شي.
خو د اروپايي اتحادیې استازي نه یوازې د موقت او انتقالي حکومت له جوړېدو سره مخالفت وکړ، بلکې ویې ویل چې د ولسمشرۍ انتخابات دې د سولې له پروسې سره نه تړل کېږي.
تر دې مخکې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم ویلي و چې د سولې له هلوځلو سره په یو وخت دې د انتخاباتو لپاره تیاري ونیول شي.
د اروپايي اتحادیې استازي وویل، د افغان دولت درې مهم شیان باید د سولې د پروسې قرباني نه شي؛ د قانون متابعت، بشري حقونه او د افغانستان مځکنۍ بشپړتیا.
ده زیاته کړه«که انتخابات نه وي باید پر سولې خبرې وکړو، او که د سولې پروسه نه وي باید پر انتخاباتو خبرې وکړو.»