د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف

تاند- انټرفکس روسي خبري اژانس نن /جمعه/ وویل، مسکو باور لري چې د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني مداخلې د قطر د دوحې غونډه تخریب کړه.

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیرکابلوف انټرفکس خبري اژانس ته وویل«موږ په دې خواشیني یوو چې د افغانستان ولسمشر هڅه وکړه هغه اصول بدل کړي چې په پیل کې د دې ډول غونډو د تنظیم لپاره جوړ شوي وو.»

ده همداراز ویلي، ګرانه ده چې په اوس وخت کې په دې اړه څه ووايي چې د دوحې غونډه یو مخ لغوه شوې او که ځنډېدلې ده.

«اوس له هر شي داسې ښکاري چې ځنډېدلې ده.»

د افغانستان حکومت او طالبانو لغوه شوې بللې ده.

طالبانو د دې غونډې د لغوه کېدو پړه د افغانستان پر حکومت اچولې (تفصیل).

کابلوف هم د طالبانو دریځ تاییدوي او وايي«خبره دا ده چې د افغانستان واکمن ولسمشر هڅه کړې چې دا طرحه ګډه وډه کړي، ده د نژدې ۲۵۰ تنو لیست جوړ کړ او هڅه یې وکړه چې ټول قطر ته ولېږي. طالبانو پرې وخندل او ویې ویل چې اشرف پر غونډې د واده خیال کړی دی.»

د قطر د غونډې پر لغوه کېدو د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد او د دې غونډې تنظیموونکي سلطان برکات خواشیني ښکاره کړې ده.

حامد کرزي له امریکا غوښتي چې د بین الافغاني غونډې د کېدو لپاره له فشاره کار واخلي.

One thought on “روسیې د افغانستان ولسمشر د قطر د غونډې د ځنډېدو مسوول وباله”
  1. حامد کرزي له امریکا غوښتي چې د بین الافغاني غونډې د کېدو لپاره له فشاره کار واخلي.

    Very impressive that President Karzai still remember on whom to call, in order to put Afghans authorities in there places.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *