تاند- د پاکستان د مالیې وزیر عمر اسد په داسې حال کې استعفا ورکړه چې د پاکستان حکومت د مالي بحران په کنټرولولو کې له ستونزو سره مخامخ دی.

د ښاغلي عمر استعفا، چې پرون (پنجشنبه) یې اعلان کړه، پر صدراعظم عمران خان، چې د جنسونو د بیو د لوړېدو په خاطر د خلکو له غوسې سره مخامخ دی، فشار زیات کړ.

د ۲۰۱۸ م کال له پیله تراوسه پورې د پاکستانۍ روپیو ارزښت په سلو کې ۳۰ کم شوی دی.

د پاکستان د حکومت له بیان سره سم، صدراعظم عمران خان عبدالحفیظ شیخ ته دنده سپارلې چې د مالیې وزارت سرپرستي وکړي.

ده همداراز خپل ځانګړی سلاکار عجاز خان، چې پخوا یو جګپوړی استخباراتي ��ارواکی و، د کورنیو چارو وزیر ټاکلی دی.

لږ وروسته له دې چې اسد عمر د مالیې له وزارته خپله استعفا پر ټویټر خپره کړه، صدراعظم عمران خان په اسلام اباد کې یوه خبري غونډه وروبلله او د پاکستان پر اقتصادي ستونزو یې اعتراف وکړ.

عمران خان وویل، موږ ته پکار ده چې ځینې سختې پرېکړې وکړو او څه نا څه صبر ولرو.

ده له خلکو وغوښتل چې د مالیې د نوي وزیر ملاتړ وکړي.

عمران خان یو شمېر نور وزیران هم بدل کړل. د هغو په منځ کې یو هم د اطلاعاتو وزیر فواد چودري دی چې نور به د ساینس او ټکنالوژۍ د وزیر په توګه کار کوي.

خو اسد عمر د پیسو له نړیوال صندوق سره په خبرو کې د عمران خان د حکومت لپاره مهم او کلیدي شخصیت و. ده له دې صندوق سره د ۸ ملیارد ډالره پور په اړه خبرې کولې.

عمر په واشنګټن کې د پیسو له نړیوال صندوق سره له خبرو وروسته استعفا اعلان کړه.

د امریکا متحد ایالتونه، چې د پیسو پر نړیوال صندوق زیات اغېز لري، ویلي چې پاکستان ته باید په ملیاردونو ډالر پور ورنه کړل شي ځکه چې پاکستان له چین څخه د یوه کمربند او یوې لارې د پروژې لپاره پورونه اخیستي دي.

پاکستان تر دې وړاندې له سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو هم څو ملیارد ډالره پور واخیست خو له دې سره سره ویل کېږي چې د اسعارو زېرمه یې په خلاصېدو ده او اقتصادي ستونزې یې مخ په ډېرېدو دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *