د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت

تاند- په کابل کې د مخابراتو وزارت او سرینا هوټل ترمنځ له چاودنې وروسته ډزې پیل شوې.

دا برید، چې ګومان کېږي ډله ییزه تروریستي حمله ده، په پلازمېنه کابل کې له څو میاشتې کرارۍ وروسته کېږي.

په وروستیو څو میاشتو کې، چې طالبانو له امریکایانو سره د سولې خبرې پیل کړي، په کابل کې داسې برید نه و شوی.

تراوسه پورې د کابل د نننۍ حملې مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی. د دې حملې په نتیجه کې د مرګ ژوبلو دقیق شمېر هم نه دی څرګند.

ځینې راپورونه وايي چې حمله د مخابراتو وزارت په منځ کې شوې ده او نښته هم په دغه وزارت کې روانه ده.

د کورنیو چارو وزارت ویندوی نصرت رحیمي د مخابراتو وزارت په شاوخوا کې وسله والو نښته تایید کړه خو نور جزییات یې څرګند نه کړل.

دا برید په داسې حال کې شوی چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ په وزارت کې یوه غونډه روانه وه او ګڼ شمېر خبریالان اوس په دې وزارت کې بند پاتې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *