تاند- د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د کابل د نن /شنبه/ د ورځې په تروریستي برید کې ټولټال ۱۱ تنه وژل شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت په وینا په وژل شویو کې ۴ ملکیان، ۳ امنیتي ځواکونه او ۴ ترهګر وژل شوي دي.
د دې وزارت په وینا په دې برید کې ۸ ملکیان ژوبل شوي دي.
دا برید، چې د ورځې په ۱۱ بجې او ۴۰ دقیقې پیل شوی و، د مازدیګر تر ۵ بجو پورې یې دوام وکړ.
د کابل حمله د تروریستانو په وژلو پای ته ورسېده
تاند- د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ پر وزارت حمله د ټولو حمله کوونکو په وژلو پای ته ورسېده.
دا حمله تر غرمې مخکې په یوولس بجې او ۴۰ دقیقې په بمي چاودنې پیل شوه او له وسله والو ترهګرو سره د امنیتي ځواکونو ډزو ۵ ساعته دوام وکړ.
طالبانو په دې برید کې لاس لرل رد کړل خو د وژل شویو ترهګرو ترڅنګ د داعش تور بیرغ لیدل کېږي.
داعش عموماً په ځنډ د حملو مسوولیت په غاړه اخلي.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویاند نصرت رحیمي رسنیو ته وویل چې په دې برید کې ۳ ترهګرو لاس درلود چې درې واړه وژل شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت وايي د حملې له ځایه د ۳ ښځو په ګډون ۶ ټپیان روغتون ته وړل شوي دي.
وسله والو ترهګرو لومړی له یوه زیارت څخه پر مرکزي پوستي ادارې حمله وکړه او له هغه ځایه یې د مخابراتو وزارت لور ته ډزېپیل کړې.