تاند- په سریلانکا کې نن (یکشنبه) په پر له پسې چاودنو کې لږترلږه ۱۸۵ تنه وژل شوي او تر۵۰۰ ډېر نور ژوبل دي.

تراوسه پورې د چاودنو شمېر معلوم نه دی خو ویل کېږي چې لږترلږه ۸ چاودنې شوي دي.

دا چاودنې د کلیساوو په شمول، چې د مسحیانو اختر پکې لمانځل کېده، په بېلابېلو ځایونو کې شوي دي.

درې چاودنې د پلازمېنې کولمبو د شمال د نیګومبو ښارګي په درو کلیساوو کې شوي دي، بله چاودنه د کولمبو د ختیځ په ۲۵۰ کیلومترۍ کې په باتیکالوا کې شوې ده.

په باتیکالوا ښار کې پولیس او د روغتون مسوولان وايي چې لږترلږه ۲۵ تنه وژل شوي دي.

د کولمبو په چاودنو کې هم د لسګونو تنو د وژل کېدو خبر ورکړای شوی دی.

راپورونه وايي چې د کولمبو په ۳ هوټلونو کې هم چاودنې شوي دي.

له لومړنیو چاودنو وروسته په نورو ښارونو کې نورې چاودنې هم شوي دي.

د کولمبو په یوه هوټل کې یوازې ۳۵ بهرنیان وژل شوي دي.

د سریلانکا یوه پولیس چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د کاتوواپیتیا ښار په یوه کلیسا کې ۵۰ تنه وژل شوي دي.

د حکومت یوه وزیر هریش سلیوا په خپله ټویټرپاڼه کې کښلي چې په دې وحشتناکو چاودنو کې بهرنیان هم وژل شوي دي.

تراوسه پوري هیچا د دې حملو مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

چارواکو لا هم په زغرده کومه ډله په دې بریدونو کې په لاس لرلو تورنه کړې نه ده خو ویلي یې دي چې که د حملې عاملان د هر دین او مذهب پیروان وي، پرې به یې نږدي.

په سریلانکا کې ۲۶ کلونه د تامل بېلتون غوښتونکو پړانګانو او حکومتي ځواکونو ترمنځ جګړې شوي دي.

د سریلانکا د مسلمانانو شورا په یوه اعلامیه کې دا بریدونه په کلکه غندلي دي او ویلي یې دي چې ځینې سختدریځي هڅه کوي چې د سریلانکا د قومونو او مذهبونو ترمنځ درز رامنځته کړي او له هغوی د ژوند سوکالي واخلي.

د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني په شمول د نړۍ ګڼو مشرانو دا حملې غندلي او هغه یې وحشیانه بللي دي.

د سریلانکا حکومت د مازدیګر له ۶ بجو د سهار تر ۶ بجو پورې ګرځبندیز اعلان کړی او د دې هیواد په ټولو حساسو ځایونو کې یې پولیس او د اردو ځواکونه ځای پر ځای کړي دی. همداراز وټس اپ او ټولنیزې رسنۍ هم له کاره غورځول شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *