راپور: صالح جان صالح
د پکتيا په مرکز ګردېز کې د يوې غونډې برخوالو د مرکزي ادارې څخه وغوښتل، چې د بريښنايي پېژندپاڼو د وېش لړۍ له پلازمينې کابل څخه د هېواد نورو زونونو ته هم وغوځوي.
په دې غونډه کې، چې د تېرې ځوانانو ټولنې په هڅو جوړه شوې وه، او د مدني ټولنو استازو، قومي مشرانو او ګڼ شمېر ځوانانو پکې ګډون کړی وو، د بريښنايي پېژندپاڼو په ارزښت خبرې وشوې او د نفوسو احوالو د ثبت ادارې وغوښتل شول، چې د پکتيا تر څنګ دې د هېواد په ټولو زونونو کې د بريښنايي تذکرو د وېش لپاره څانګې پرانيستل شي.
د دوی په خبره کله چې د ولسمشر د فرمان او د وزيرانو شورا د پرېکړې په اساس په کابل کې د پېژندپاڼو د وېش لړۍ پيل شوې ډېره ټکنۍ او محدوده پاتې شوې.
د پکتيا تېرې ځوانانو ټولنې مشر حکمت الله سحر له رسنيو سره خبرو کې له مرکزي حکومته وغوښتل، چې دغه بهير چټک کړي او د پکتيا په ګډون دې نورو زونونو کې څانګې فعالې کړي.
سحر وايي د بريښنايي تذکرو د وېش په چکټيا سره په هره برخه کې روڼوالی تضمينږي، چې تر ډېره د هر ډول فساد مخنیوی کولی شي.
د نوموړي په خبره څنګه چې حکومت ژمنه کړې وه، تر اوسه په ولايتونو کې عملي کار ندی شوی.
پکتيا کې مدني فعالان محمد داود تپان او عبدالله احمدزی د بريښنايي پېژند پاڼو په توضيع کولو ټينګار کوي او وايي په اخيستلو سره به يې د ډېرو خلکو حقه حقوق خوندي شي.
د دوی په خبره، حکومت په دې برخه کې جدي کار وکړي، چې په هېواد کې د وګړو نفوس تثبيت شي او هرچاته د نفوسو په اساس خدمتونه وړاندې شي.
په هېواد کې د بريښنايي پېژندپاڼو نشتون په يوشمېر امنيتي او ملکي ادارو کې مالي فساد ته لاره هواره کړې چې ځيني وخت خيالي پوليس، ښوونکي او د شهيدانو کورنۍ امتيازات تر لاسه کوي، خو تر ډېره کمپيوټر سيستم او بايميتريک کولو د دې مخه نيولې هم ده.