خبریال: رفيع الله مندوخېل،  اسلام اباد

د غويي، ثور  ۲  مه  ۱۳۹۸۷ 

   په بلوچستان کې د زرګونه  افغان ماشومانو په  شمول  شاوخوا دوه  نيم  ميلیون ماشومان  د ګوزڼ  ضد د واکسناسيون  د کمپاين  په  ترڅ  کې  واکسين کېږي. افغان کډوال ماشومان  د بلوچستان  په  سرخاب، ګردي ځنګل، کټوۍ او سرانان  کډوالو کمپونو کې مېشت  دي.

نن  د دوشنبې په ورځ  په کوټه کې د پوليو يا ګوزڼ ناروغۍ ضد د بېړنيوعملياتو چارواکيو ویلي، د ايالت په دري دېرش  ولسواليو کې د ګوزڼ يا پوليو ناروغۍ ضد د واکسيناسيون درې  ورځنی کمپاين  پيل شوی، چې له  مخې به يې  په  ټول ايالت  کې شاوخوا دوه  ميليون ماشومان  چې عمرونه  يې تر پنځو کلونو پورې وي واکسين شي.  د کمپاين  په ترڅ کې به په ايالت کې په  مهاجر کمپونو کې مېشت د زرګونه افغان کډوالو ماشومانو په  شمول شاوخوا څلرويشت  لکه   ماشومان  د ناروغۍ پرضد واکسين شي.

د ايالت  د ګوزڼ ناروغۍ ضد د بېړنيوعملياتو چارواکي زياتوي، چې د کمپاین لپاره څه د پاسه اته زره ګرځنده روغتيايي ټيمونه  په  دنده ګومارل شوي، چې ماشومانو ته به د واکسين ترڅنګ وټامن اې هم  ورکړي.

د  بلوچستان هغه سيمې چې په  کې د امنيت وضع  ښه نه ده، د واکسيناتورانو د ساتنې په موخه  پوليس، لېويز او  د سرحدي ملېشې سرتېري  په  دنده ګومارل شوي، څو روغتيايي کارکوونکي په  ډاډه  زړه  خپل کار ترسره  کړي.

د ماشومانو نړيوال صندوق يونيسيف وايي، چې د روان مېلادي په  لومړيو څلورو مياشتو کې په پاکستان کې څلور  ماشومان  په  ګوزڼ  ناروغۍ  اخته  شوي دي. خو په  مېلادي کال ۲۰۱۴ کې په  شاوخوا درې سوه  ماشومانو کې د ګوزڼ ناروغۍ  ويروس کشف  شوی  و.

روغتيايي کارپوهان  وايي، چې د ماشومانو  فلج  کوونکې ګوزڼ ناروغۍ د تېرې  مېلادي  پېړۍ  په ۱۹۸۸م کال  کې د نړۍ په يوسل پنځه ویشت  هېوادونو کې شتون  درلود، خو اوس یواځې پاکستان او ګاونډي هيواد افغانستان  د هغو هېوادونو په لیست کې پاتې دي، چې لا هم دا ناروغي پکې له منځه نه ده تللې.

په همدې حال کې د افغانستان د روغتیا د چارو مسوولانو وویل چې په هلمند او اروزګان ولایتونو کې د پولیو ۳ مثبتې قضیې ثبت شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *