غزني ښار ته څیرمه د پیر شهباز، منګور، قره باغي او شاوخوا سیمي یې د وسله والو له شتون څخه تصفیه او پکي د اوږد مهال امنیت په موخه د نویو امنیتي پوستو او بیزونو د ایجادولو چاري نن عملا پیل شوي.
د غزني والي وحیدالله« کلیمزي» نن د امنیه قومندان سمونمل خالد«وردګ» او د ملي امنیت د اپراتیفي مرستیال په ملتیا د پیر شهباز او قره باغي کلیو ته نیږدي د ګډو افغان امنیتي ځواکونو له روانو عملیاتو او په یادو سیمو کې د نویو امنیتي پوستو د ایجادولو له چارو څخه کتنه وکړه.
په منګور، قره باغي، پیر شهباز او شاوخوا سیمو کې یې چاڼیز عملیات او د امنیتي پوستو د ایجاد چارې د غزني ولایت د ملي امنیت د رئیس جنرال عبدالصمد«شمس»، د ملي اردو د دریمي لیوا د قومندان ډګروال عبدالمبین«محبتي» او د امنیه قومندانۍ د امنیت د آمر سمونوال رمضانعلي محسنۍ په مشرۍ رواني دي.
د غزني والي وحیدالله« کلیمزي» د دي ولایت اوسیدونکو ته له امنیتي اړخه ډاډ ورکړ او څرګنده یې کړه چې طالبان له سختي ماتي سره مخ دي.
والي ښاغلي کلیمزي وویل: (( منګور او قره باغي کلونه کیږي د طالبانو مرکز دی او دوی ټولي چاري له همدي ځایه پلان او رهبري کوي او خپلي صحرایې محکمي پکي پر لاره اچوي چې اوسمهال پکي امنیتي ځواکونه میشت او شاوخوا یې امنیتي پوستي اچول کیږي.))
عارف نوری