زلمی خلیلزاد

تاند- د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد یو وار بیا د سولې د هلوځلو په لړ کې د سیمې هیوادونو ته راخوځېدلی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې پر اساس، خلیلزاد دا ځل افغانستان، هند، پاکستان، قطر، روسیې او بریتانیا ته سفر کوي.

ده تېر ځل قطر، هند او روسیې ته سفر ونه کړ او په تېره بیا هند ته نه تګ یې سبب شو چې یو شمېر لوېدیځې رسنۍ ووايي چې خلیلزاد د پاکستان د خوشالولو لپاره هند، چې له افغانستان سره د ملیاردونو ډالرو مرسته کوي، څنګ ته کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون /دوشنبه/ وویل چې خلیلزاد افغانستان، هند، پاکستان، قطر، روسیې او بریتانیا ته سفر پیل کړی دی. دې وزارت نه دي ویلي چې خیلزاد به لومړی کوم هیواد ته لاړ شي خو داسې ښکاري چې واشنګټن ته تر ټولو نژدې لندن دی او دی به هم د خپلو سفرونو دا پړاو له لندنه پیل کړي.

سیمې ته د ده تر راورانېدو مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د افغانستان له ولسمشر اشرف غني سره ټېلفوني خبرې وکړې.

د یکشنبې په ورځ د طالبانو د قطر د دفتر ویندوی سُهیل شاهین فرانس پریس خبري اژانس ته وویل چې د امریکا او طالبانو په راروان پړاو خبرو کې به تمرکز له افغانستانه د بهرنیو پوځیانو د وتلو پر مهالوېش وي خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او نورو چارواکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې خلیلزاد به له طالبانو سره په کتنه کې د افغانانو ترمنځ د سولې د خبرو د پیلېدو پر ضرورت ټینګار وکړي او هڅه به وکړي چې له طالبانو سره د مهمو مسلو په اړه اجماع ته ورسېږي.

خلیلزاد په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي«د دې سفر په لړ کې به د سولې له بهیره د نړۍ د هیوادونو د ملاتړ پر زیاتېدو او د بین الافغاني خبرواترو پیلولو ته د افغانانو پر هڅولو تمرکز وکړم.»

ده همداراز لیکلي چې د لارې خنډونه باید د سولې لپاره د هلوځلو سرعت کم نه کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې هم ویل شوي چې خلیلزاد به د افغانستان حکومت او نور افغانان وهڅوي چې بین الافغاني خبرې پیل کړي.

د روان اپریل په نولسمه په قطر کې بین الافغاني خبرې د لیستونو د غړیو پر سر د اختلاف له کبله لغوه شوې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *