تاند- ولسمشر حامد کرزی د افغانستان، پاکستان او بریتانیا په درې اړخیزه غونډه کې د ګډون لپاره د یوه پلاوي په مشرۍ نن غرمه لندن ته روان شو.

د ارګ له یوې خبرپاڼې سره سم کرزی به په دې پنځه ورځني سفر کې په اکسفور‌ډ پوهنتون کې د اسلامي نړۍ په اقتصادي غونډه کې هم ګډون وکړي.

له ښاغلي کرزي سره په سفر کې د ده د ملي امنیت سلاکار رنګین دادفر سپنتا، د مالیې وزیر حضرت عمر زاخېلوال، په نړیوالو چارو کې سلاکار یحیي معروفي، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ارشاد احمدي او د سولې د عالي شورا ريیس صلاح اادین رباني ملګري دي.

کرزی به په درې اړخیزه غونډه کې د ګډون ترڅنګ د بریتانیا له صدراعظم ډیوید کامرون، دفاع وزیر فلیپ هامنډ، د نړیوالې پراختیا وزیر جسټین ګرنینګ او یو شمېر نورو بریتانیايي چارواکو سره جلا جلا وګوري.

دی به له پاکستانه وغواړي چې په افغانستان کې د سولې له خبرو سره د مرستې لپاره ملا عبدالغني برادر خوشي کړي او اجازه ورکړي چې د افغانستان د سولې د عالي شورا له غړیو سره خبرې وکړي.

پاکستان څه باندې دوه میاشتې پخوا ادعا وکړه چې ملابرادر یې خوشي کړی خو تراوسه پوري هیڅ افغان ته اجازه نه ده ورکړای شوې چې له نوموړي سره وویني. ویل کېږي چې ملابرادر د پاکستان د پوځ او استخباراتو له لوري نظر بند دی.

دا د افغانستان، پاکستان او بریتانیا د مشرانو څلورمه درې اړخیزه غونډه ده چې په افغانستان او سیمه کې د سولې او ثبات د راوستلو لپاره جوړېږي.

د افغانستان حکومت وايي چې پاکستان په تېرو غونډو کې پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی.

نوازشریف له صدراعظم کېدو راوروسته د لومړي ځل لپاره د پاکستان له لوري په دې غونډه کې ګډون کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *